ولس زور د خدای زور؛ د طالبانو پر ضد پراخ ولسي پاڅونونه دوام لري

خبریال وېبپاڼه/ په وروستیو اونیو کې د طالبانو په بریدونو کې ډېرښت ته په غبرګون کې په بېلابېلو ولایتونو کې ملکي خلک د طالب اورپکو پر ضد جنګ کې ملګري شول.
د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ له ۲۵۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د تېرې چارشنبې په ورځ وسلې پورته کړې او د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
دغه راز د بادغیس ولایت له ۱۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۹مه د طالبانو پر ضد پورته شول او د امنیتي ځواکونو ملاتړ یې اعلان کړ.
په ګذره ولسوالۍ کې د پاڅون د ډلې یوه غړي غلام فاروق سخا وویل، طالبان «باید د خلکو پر وړاندې جنګ څخه ډډه وکړي.»
هغه وویل، «که هغوی دا کار وکړي، باید پوه شي چې هغوی به له یوې مخې ووژل شي.»
هغه وویل، «طالبان بې ګناه ملکیان او امنیتي سرتېري وژني او افغانستان ورانوي،» او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سمدلاسه د تاوتریخوالي او افراطیت دغه ډول عملونه ودروي.
په ګذره کې د ولسي پاڅون یوه بل غړي رحمت الله رحمتي وویل، د طالبانو ظلم ځایي اوسېدونکیو ته بې له دې چې وسلې واخلي او د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي بله لاره نه ده پرېښې.
هغه وویل، «مونږ له دې امله د طالبانو پر ضد جنګ کوو چې هغوی د افغانستان بېخبناوې ویجاړې کړې او خیانت یې وکړ.»
هغه وویل، طالبان هره ورځ د سړیو،‌ ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو بې ګناه ملکي خلک وژني. سربېره پر دې، هره ورځ په سلګونو کورنۍ مجبورېږي ترڅو خپل کورونه پرېږدي او د طالبانو له ظلمونو څخه وتښتي.
رحمتي وویل،‌ د طالبانو د جرمونو او ظلمونو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل ګناه ده او هر څوک باید د دغه ترهګر ګروپ پر وړاندې جنګ وکړي.
د دې ترڅنګ د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس حضرت علي په مشري هم زرګونه کسانو د طالبانو خلاف وسله پورته کړې او هغوی ته یې ګواښ کړی دی چې که جګړه ونه دروي، نو سخت به وځپل شي.
د عامو خلکو دغو پاڅونونو طالب اورپکي له سختې ماتې سره مخ کړي دي او یو شمېر ولایتونو کې لا افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
په عامه اصطلاح د ولس زور د خدای زور دی، که د طالب اورپکو د وحشتونو په غبرګون کې همداسې ولسي پاڅونونه جریا ولري، لیرې نه ده چې دغه ډله به د تل لپاره پناه شي او یا به له پښو وغورځول شي، چې دا بیا د افغانانو او نظام په ګټه کار دی.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More