تازه امریکا او روسیه جګړې ته رسیدلي څه به پیښ شي؟

خبریال ویب پاڼه/ دواړه هېوادونه امریکا او روسیه سیال او د نړۍ په کچه ابر قدرتونه بلل کیږي خو دا مهال امریکا روسیې ته لوی ګواښ رامنځ ته کړی چې تراوسه یې په هکله روسیې کوم اقدام نه دی ښودلی.

امریکا او ۳۶ نور هېوادونه روسیې ته نژدې توره بحیره کې نظامي تمرینات پیلوي چې دا به د خپل وخت تر ټولو لوی نظامي تمرینات وي.

ویل کیږي چې د دې تمریناتو مشري امرکیا کوي او په نژدې راتلوونکو ورځو کې به پیل شي چې شاوخوا ۳۶ هېوادونه به پکښي برخه واخلي، د مالومات پر بنسټ په دې تمریناتو کې الوتکې، نظامي بیړۍ، زرګونه سرتیري، نظامي  تجهیزات او نور څه برخه اخلي چې ډیر لوی نظامي تمرینات به وي.

د دې لویو تمریناتو په هکله جالبې ویل شوې او دا تمرینات له ۱۹۹۷ لمریز کال راپه دې خوا تر ټولو لوی تمرینات دي چې د امریکا په مشرۍ روسیې ته نژدې ترسره کیږي.

په ورته وخت کې روسیې امریکا ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي يې دي چې واشنګټن ته په کار ده چې له دې تمریناتو تیر شي ځکه په اندېښمنوونکې اقدام سره روسیه مجبوره ده چې ځواب ووايي او مسؤلیت به يې بیا د امریکا پر غاړه وي

دا چې په خپل ذات کې ډیر لوی تمرینات دي روسیې ته نژدې سیمه ولې په نشه شوې ولې په کومه بله سیمه کې نه پلان کیږي ښايي چې د یوه اخ ډب او یاهم د بل کوم څه لامل شي.

تراوسه پوري د امریکا او روسیې ترمنځ سیمه کې همداسې سیالۍ پیل دي دا چې کوم څوک يې ګټې دا د دوی په همت پوري اړه لري ۳۶ هغه هېوادونه چې د امریکا متحدین او یاهم ناټو چوکاټ کې ورسره دي ښايي دا تمرینات مخ ته یوسي خو پوښتنه داده چې دوی به د امریکا څومره ملاتړ او روسیې ته څومره بد تمام شي.

په عمومي ډول د نړۍ د امنیت لپاره داسې پاروونکې اقدامات د ګټې پر ځای تاوان ډیر لري او دا چاره به د امریکا او روسیې اړیکې نورې هم ترنیګلې کړي.

امریکا دا  اقدام پر داسې مهال کوي چې تازه څو ورځې وړاندې پوتین او بایډن د خپلو سیالانو په حیث لومړۍ او د دوی په وینا ګټوره کتنه ترسره کړه.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More