ملا نعیم وايي، په طالبانو د افغان ځواکونو باور زیات شوی، ځکه ورته تسلیمېږي

خبریال وېبپاڼه/ طالبان وايي، افغان جګړه دوی نه ده پیل کړې او نه هم د دې د دوام علاقه لري، خو پرې تحمیل شوې ده.
د یادې ډلې ویاند ملا نعیم وردګ د افغانستان یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې افغانستان ته د بهرنیانو راتګ د دغې جګړې د دوام لامل دی.
ده زیاته کړې چې د بهرنیانو اشغال او له دوی سره د داخلي ملګرو ناوړه کړنو یې طالبان دې ته مجبور کړل چې ټوپک ته لاس کړي او جګړه پیل کړي.
هغه وايي، چې دوی اوس هم د جګړې د درولو هیله لري او په همدې لار کې یې له بهرنیانو سره تر خبرو اترو وروسته تاوتریخوالی هم څه ناڅه کم کړل، خو په وینا یې، د مقابل لوري لخوا انعطاف نه ښوول جګړه لا پسې خونړۍ کړه.
ملا نعیم همدا راز زیاته کړې چې افغان حکومت په طالبانو بریدونه زیات کړي دي، ځکه خو طالب اورپکي مجبور دي چې عکس العمل وښيي او مقابل لوري ته د ټوپک په ژبه ځواب ووايي.
ده یادونه کړې طالب اورپکي د جګړې ډګر کې د پرمختګ په حال کې دي او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې افغان امنیتي ځواکونه د یو تفاهم پر اساس ورته تسلیم شوي دي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې افغان ځواکونه طالبانو ته تسلیمېږي، وویل چې سرتېرو دا درک کړې ده چې دا شل کاله یې په سرنوشت لوبې شوې دي او افغان حکومت یې د سر او مال چندان پروا نه لري.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند امریکا ته د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو سفر ته په اشاره ویلي چې دغه سفر د امریکا د توجه جلبولو لپاره شوی دی، خو چندان ګټه یې نه ده کړې.
ده د سولې مذاکراتو ته په اشاره یادونه کړې ده چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي تیت او پاشلي دي، ځکه خو دغه خبرې د توقع خلاف وځنډېدې، خو دوی هیله لري چې ژر پيل شي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More