ایران: د افغانستان امنیت زموږ امنیت

خبریال ویب پاڼه/ د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي دریځ کې روښانه کړې چې په افغانستان يې امنیت او ثبات په ګټه او کولا شي ډیرڅه ترې ترلاسه کړي.

دوی ویلي د ایران امنیت افغانستان سره تړلی دی ځکه نو د دې هېواد وضعیت او حالت له نژدې څارې او د هر بدلون لپاره چمتوالی نیسي.

ایران ټینګار کړی چې افغان جګړه یوازي د خبرو له لارې حل کیدلای شي او د دې موخې لپاره باید ټول اصیل افغاني اړخونه راټول او په هېواد کې د شته ناخوالو په وړاندې هڅه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سعید خطیب زاده ویلي په افغانستان کې د داسې حکومت غوښتوونکې دي چې ټول افغان اړخونه پکښي خپل ځان وویني

نوموړي پر طالبانو ږغ کړی او د روانې جګړې مخالفت یې کړی دوی ویلي طالبان باید خبرو ته حاضر شي او نه شي کولای چې د جګړې له لارې قدرت ته ورسیږي ځکه نو پر همدې موخه باید له جګړو په شاشي.

دوی ویلي دا چې د افغانستان امنیت پر ایران مستقیم اغېز لري نو له مخې يې دوی هرڅه له نژدې څارې

د افغانستان ګاونډیان

د ګاونډیو هېوادونو مثبت اغېز کولای شي چې د افغانستان پر امنیت او ثبات غوره اغېزه ولري ولې تراوسه  پوري د افغانستان هیڅ ګاونډې د همدې ایران په ګډون د افغانستان لپاره ثابت قدم نه دی ایښی او  هرڅه چې وايي درواغ وايی.

د افغانستان بل ګاونډی پاکستان چې په دوه مخې توب کې نړیوال شهرت لري دا مهال افغانستان ته ور له غاړې دی ټول نړیوال پر دې هېواد تور لګوي چې د تیرو څلورو لسیزو را په دې خوا په بیلابیلو تاکتیکونو  افغانستان کې خپله نیابتي جګړه مخ ته بیايي او غواړي د افغانانو په وژلو سره خپلو شومو موخو ته ورسیږي ولې څوک به اجازه ورنکړي.

په دې وروستیو کې دا هېواد  د خپلو چارواکو په بیلابیلو خواخوږو او مغشوشو ویناوو، باندې حالت ګډوډ او خپله ګته پورته کړي خو په دې وروستیو کې د افغان دولت دچارواکو جدیت د دوی د نا رضایتي  سبب ګرځيدلی او څه یې وارخطا کړي خو داسې ګمان کیږي چې د افغان چارواکو دا نارضایتي به هم تمثلي بڼه ولري ځکه ورته هیلې نشته

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More