ښه خبر؛ علي وزیر له بنده خوشې شو

خبریال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر د یو لړ ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده خوشې شوی دی.
تمه ده چې نوموړی به د پاکستان د پارلمان په غونډه کې برخه واخلي او د بودجې په اړه غونډو کې خبرې وکړي.
علي وزیر د پاکستان د پارلمان غړی او د پي ټي ایم یا پښتون ژغورنې غورځنګ له بنسټګرو کسانو دی.
دی د تېر کال له ډسمبر راهیسې د حکومت پرخلاف د خلکو د پارونې په تور په کراچۍ کې بندي و.
علي وزیر او د پارلمان یو بل غړی خورشید شاه د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر په امر له بنده خوشې شوي، څو د بودجې په اړه په غونډو کې ګډون او خبرې وکړي.
د مالوماتو له مخې، پاکستان په قوانینو کې د پارلمان مشر د ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده د پارلمان د غړو د پرېښودلو امر ‘پروډکشن ارډر’ ورکولای شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین، د پارلمان غړی محسن داوړ او ګڼ نور کسان د علي وزیر د هرکلي لپاره بېګا ناوخته د اسلام اباد هوایي ډګر ته ورغلي وو.
په علي وزیر تور پورې و چې نوموړي د پاکستان د حکومت خلاف نیوکې کړې او خلک یې د حکومت پر ضد را پارولي دی.
د وزیر د خلاصون په موخه د لر او بر افغانستان ترڅنګ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو لاریونونه وکړل.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More