د اردوغان اصلي هدف او موخه څه ده؟

خبريال وېبپاڼه: په دې وروستيو کې د ترکیې د حکومت له لوري په ځانګړي ډول ددې هېواد د حاکم ګوند د مشر او ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د افغانستان په مسايلو کې دلچسپي زياته شوې ده.

ترکيې په کابل کې د کابل هوايي ډګر د پخوا راهيسې ساته، کله چې امریکا او ناټو اعلان وکړ چې دوی به د سېپټمبر تر یوولسمې وړاندې د افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي نو د ترکیې له لوري افغان حکومت او نړيوالو ته په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو ته وړانديز وشو چې دوی د ځينو شرطونو د منلو په صورت کې تيار دي د کابل د هوايي ډګر د ساتنې چارې ته دوام ورکړي.

اردوغان په افغانستان کې کومې موخې تعقيبوي؟

د ترکیې حکومت د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په برخه کې د امریکا څخه خپل مطالب او په افغانستان کې دننه ځینې نور ځانګړي هدفونه لري.

په منځني ختیځ او مديترانه کې د وروستیو بدلونونو او پېښو وروسته د ترکیې او د امریکا د متحده ايالاتو ترمنځ اړيکې په بې ساري ډول کړکېچنې شوې دي، ددې کړکېچونو په پايله کې د ترکیې اقتصاد بې سابقې زيان ليدلی دی او دې کار په ترکیه کې د رجب طیب اردوغان محبوبیت را کم کړی دی.

د امريکا سره د دغړو وهلو په پايله کې د ترکيې ليره په بې ساري ډول بې ارزښته شوه، په ۲۰۱۵ م کال کې يو ډالر دوه ليرې او څو پوله و، خو اوس په ۲۰۲۱ م کال کې يو ډالر د ۸ لیرو څخه پورته دی.

د امریکا سره د اړیکو خرابوالي د ترکیې اقتصاد په شديد ډول کم زوری کړ او ترکیه نور د امريکا سره د دغړو په ځای د ګډو‌ موخو او ګټو په لټه کې ده.

ترکيه غواړي په افغانستان کې د امريکا سره د همکارۍ په پايله کې د امريکا سره خپلې اړیکې بېرته ښې کړي او د ليرې ارزښت له نورې خرابۍ څخه وژغوري، ددې ترڅنګ په کور دننه هم اردوغان غواړي چې د محافظه کار او ملت پالو رایې ترلاسه کړي.

د اردوغان ډله او مېډيا ملت پالو ته وايي چې په افغانستان کې ددوی د قوم خلک يانې ازبکان ژغوري د هغوی د قتل عام او منزوي کېدو مخنیوی کوي او د بل لوري بيا محافظه کاره طبقې ته په خطاب کې وايي چې د مسلمان ورور هېواد افغانستان د بدې ورځې ملګری دی، ترکيه ددې امت مشري په غاړه لري او د مسلمانانو لاس نيسي، په دې ډول اردوغان غواړي ددې دوو طبقو رايې او ملاتړ ترلاسه کړي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More