طالبان امریکا ته د افغان چارواکو په سفر خپه دي

خبریال ویب پاڼه/ سهیل شاهین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي امریکا په خپلو ژمنو کې پاتي راغلې او د دې پرځای چې ژمنې عملي کړي دوی افغان چارواکي امریکا ته وغوښتل.

طالباو پر امریکا تور پوري کړی چې د دوحې هوکړي په عملي کولو کې پاتي راغلي او خپلو ژمنو ته متعهد نه دي او هرڅه يې شاته پریښي.

د طالبانود سیاسي دفتریوه غړي سهیل شاهین په خپل نوې مرکه کې چې له ان اچ کي ټلویزیون سره یې کړې تور پوري کړی چې امریکا تر اوسه پوري پر خپلو ژمنو عمل نه دی او باید چې ویې کړي.

امریکا بیا څو  ځله پر طالبانو ورته تور پوري کړی او ویلي یې دي چې طالبان هوکړو او ژمنو ته په کتلو سره هیڅ هم نه دي کړي د هغوی لوی تور دا دي چې دې ډلې له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پریکړې.

د طالبانو د قطر دفتر غړي شاهین زیاته کړې له امریکا سره د هوکړي په لړکې ویل شوي وو، چې له افغان دولت سره  د خبرو په لړ کې به د دې ډلې زندانیان خوشي کیږی او همدارنګه به پر طالب مشرانو  باندې د ملګرو ملتونو بندیزونه لیري کیږي خو تراوسه پوري هیڅ نه دي شوي او امریکا نه یوازي چې پر دې ژمنو يې عمل ونه کړ بلکې د افغان دولت چارواکي يې هم امریکا ته غوښتي.

د سول روانې خبرې

که څه ځیني وخت طالبان او ځینې وخت هم افغان حکومت د سولې خبرو پر ټپه دریدلو پړه اچوي خو تراوسه پوري مالومه نه ده چې کوم لوری د سولې خبرو ته نه کښینې.

د سولې روانو خبرو ته د طالبانو او افغان دولت دواړه مرکه چې پلاوي په قطر کې دي چې تراوسه پوري یې یوازي د تماس ډلو ترمنځ ناستې شوې او نور هیڅ هم نه دي ترسره شوي.

روان امنیتي وضعیت

تراوسه پوري که څه هم د سولې د خبرو او ترکیه کې د سولې کنفرانس خبرې کیږي خو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې درنې جګړې او د ولسوالیو سقوط دوام لري چې هم يې عام خلک پر ژمنو او هم د سولې پر روانو خبرو شکې کړي دي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More