محب د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ولې وستایه؟

خبریال ویب پاڼه/ حمدالله محب اوس د پاکستانیانو لپاره تر مرګ هم سخت نوم دی هغه او قریشي اوس په ورځني ډول هم یو له بل سره لفظي جګړې ترسره کوي خو محب شیخ رشید ولې وستایه؟

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په خپلو تازه څرګندونو کې د طالبانو او پاکستان اړیکي افشا کړي او دومره خبرې يې  کړې چې طالبان یې  بیخي د پاکستان یوځواک معرفي کړی.

شیخ رشید د خپلو نورو څرګندونو ترڅنګ ویلي چې د طالبانو کورنۍ په پآکستان کې دي او ډيری مړي هم په پاکستان ته لیږدوي او هلته يې پټوي.

د شیخ رشید له دې ویناوو وروسته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې د شیخ رشید غوندي نورو کسانو ته هم اړتیا شته.

محب وویل له طالبانو څخه د پآکستان د ملاتړ افشا کول چې د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید کړي ستايي او ښه ګام دی هغه وویل چې د رشید غوندي نورو زړورو پاکستانیانو ته اړتیا ده  څو په افغانستان کې د روانې جګړې ضد څرګندونې وکړي.

شیخ رشید د خپلو خبرو په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې دوی  وساتي یعني د هغه ترهه ګرو په ځپلو کې کوښښ وکړي چې د پاکستان په وړاندې اقدام کوي ځکه چې شیخ ښايي طالبان خپل ملګري بللي وي او دا هیله یې ځینې کړې وي.

شیخ  پرطالبانو باندې دا ناز ځکه وکړ چې د هغوی کورونه هم  پاکستان کې دي او کله چې افغانستان کې ووژل شي نو جنازې يې هم  هلته کیږي او له دې څخه داسې مالومیږي چې شیخ رشید پر طالبانو د ملګرو خیال وي ځکه يې دا غوښتنه ترې کړې ده.

تراوسه پوري طالبانو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې طالبانو او پاکستان دواړو دا رد کړې چې پاکستان کې دي طالبان او  یادي هم د دې ډلې جنګیالي هلته چمنو او تجهیز شي دوه ورځې وړاندې لاهم پاکستان پر افغانستان تور ولګاوه چې ترهه ګر ساتي او له هغه ځایه پر پاکستان پوځیان او دولت باندې بریدونه کوي چې دا خبرې يې د کورنیو چارو وزارت رد کړې

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More