د ترکيې د حکومت څخه د طالب مشرانو غوښتنه

خبريال وېبپاڼه: طا لبانو ته نیږدې سرچینې مني چې دې ډلې د ترکیې د حکومت څخه غوښتي دي چې د مارشال دوستم څخه د ملاتړ او د کابل د هوايي ډګر په هکله خپل تصمیم دوی ته په ليکلي ډول باندې وړاندې کړي.

طالبانو ویلي دي چې دوی به د استانبول په غونډه کې تر هغه پورې هېڅ ډول ګډون نکوي ترڅو چې د ترکیې حکومت په دې اړوند دوی ليکلی وضاحت ورنکړي، تر دې وړاندې هم طالبانو د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره ځينې شرطونه وړاندې کړي و.

د ترکیې له لوري د کابل د هوايي ډګر د ساتنې د وړانديز وروسته په دې هېواد کې د جوړېدونکې غونډې په هکله د طالبانو ګډون نور هم ګران شو، که څه هم ترکيه په ښکاره د افغانستان سره ښې اړيکې لري خو د مارشال دوستم غوندې کسانو چې په بشري جرايمو تورن دی ملاتړ او په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ نظامي شتون هغه څه دي چې د افغانستان په مسله کې یې د ترکیې بې طرفه توب تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.

په دوحه کې د بين الافغاني خبرو د نه پرمختګ له وجې د امريکا حکومت په ترکیه کې د بن ورته يوې غونډې وړانديز وکړ، دا غونډه د څو اونیو لپاره ترتيب کېده او د افغانستان په مسله کې د ښکېلو طرفونو لخوا پکې د قدرت د ویش په هکله نهايي پرېکړه کېده.

خو وروسته له هغه چې امريکا د طالبانو سره د کړې توافقنامې په بنسټ خپل عسکر ونه ايستل او دا کار یې تر سپتمبر میاشتې پورې وغځاوه نو طالبانو اعلان وکړ چې دوی به د افغانستان په هکله تر هغه پورې په هېڅ سرنوشت ټاکونکې غونډه کې ګډون ونکړي ترڅو چې د افغانستان څخه په عملي ډول د بهرنیو ځواکونو وتل پوره نشي.

تراوسه پورې دا خبر په رسمي ډول طالبانو نه دی تائید کړی خو دوی ته نېږدې سرچينو دا خبر منلی دی، د طالبانو ددې غوښتې اړوند تراوسه د ترکیې د حکومت د غبرګون اړوند هم څه نه دي ويل شوي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More