خطرناکه حالت، ملیشه جوړونه د امریکا او بریتانیا طرحه ده

خبریال ویب پاڼه/ درې کاله وړاندې د امریکا او بریتانیا له لوري د افغانستان د مشرانو جرګې ته داسې یوه طرجه وړاندې شوې چې له مخې يې د پوځ او پولیسو له لیکو باید مسلکي افسران او جنرالان له وخت مخکې باید تقاعد ته سوق شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي او د دې جرګې د شکایاتو کمیسون پخواني مشر ډاکټر زلمي زابلي پر خپله فېسبوک پاڼه باندې د هېواد اوسنی حالت خطرناکه بللی او د ملېشه جوړونې او خلکو وسلوال کیدو په هکله يې غبرګون ښودلی.

زلمي زابل وویل چې امریکا او بریتانیا د پاکستان د غوښتنې سره سم نه غواړي چې زموږ امنیتي سکتور قوي او مسلکي و اوسي ځکه  درې کاله مخکې لاهم دا پلان وو، چې مسلکي په زده کړو سمبال افسران له وخت مخکې باید تقاعد ته سوق شي.

ښاغلي زابلي وویل چې د حکومت مشرانو نه ملي ګټو او نه هم ملي موخې په نظر کې ونیولې او لسګونه مسلي جنرالان يې له وخت مخکې له کارونو منفک کړل او د جندر په نظر کې نیولو سره يې غیري مسلکي نجونې پر لوړو دندو وګمارلې، چې په داسې کړنو زموږ نظامي ځواکونونه د مدیریتي خلا سره مخ شول او دا هم باید وویل چې زموږ ملي امنیتي ځواکونو په ډیرو کمو امکاناتو له هېواد او وطن څخه دفاع کړې.

زلمي زابلي وویل:

غربیانو دافغانانو په وینه تویولو سره خپل د اوسپنی عقدوي زړونه نور هم فولادین کړل ، د شیطاني طرحې په کار اچولوسره یې د سولی تر نوم لاندې د افغانانو په منځ کې جگړه شدیده کړه، د امریکا او ناټو د قواو دوتلو تر نوم لاندې یې نړۍ ته فریب ورکړ ، خو د کابل د هوایی ډگر د ساتلو تر نوم لاندې يې بیرته د غرب قواوي په افغانستان کې پاته کیږی تر څو خپلو شومو موخو ته د افغانانو د عام وژنې او د افغانستان د ویجاړولو په قیمت ، ورسیږی؛؛

د افغانستان دا پيژندل شوی سناتور پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه په یوه شمېر ولایتونو کې د ملکي  کسانو وسلوال کیدل پیل شوي او د ولسي پاڅو تر نامه لاندې پخواني جهادي جنګسالاران هم له طالبانو سره د جګړو کولو اعلان کړی چې خلک يې خورا اندېښنه کې اچولي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More