ایران: امریکا له افغانستانه وتښتیده

خبریال ویب پاڼه/ ایران او امریکا په خپلو کې رقیبان بلل کیږي که امریکا ایران په نورو برخو کې پړ بللی نو ایران بیا هر وخت افغانستان کې د امریکا له ناکامیو پرده پورته کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر یوه استازي امریکا په افغانستان په تښتیدلو او په غیري مسؤلانه تللو تورنه کړې  او زیاته کړې يې ده چې امریکا له فغانستانه تښتي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا لپاره ځانګړي استازي رسول موسوي وايي امریکا په ډیر غیر مسؤلانه توګه له افغانستانه وتښتیده.

هغه وویل دا چې امریکا په غیري مسؤلانه توګه له افغانستانه وتښتیده تر شا يې دا هېواد له کورنۍ جګړې سره لاس او  ګریوان پرېښود خو دا لاړه.

ښاغلي موسوي ویلي افغانستان اوس مهال ناسم لوري ته روان دی او په اوسني حالت کې  د ټولو لورو مسؤلیت دی چې زړور ګامونه پورته کړي او د هرڅه په منلو سره د افغانستان راتلوونکی وژغوري.

ده ټینګار کړی چې افغانستان مسله نظامي حل لاره نلري او هیڅ یوه ډله له نظامی لارې واک ته نه شي رسیدلی له همدې امله طالبانو او دولتل ته په کار ده چې د سولې خبرو ته کښېني.

ده د سولې په برخه کې د ایران پر انتخاب ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې او ویلي يې دي چې د سولې سره به مرسته ته دوام ورکړي.

تراوسه پوري امریکا د ایران د دې  تور په هکله هیڅ هم نه دي ویلي خو ایران تل امریکا تر خوږ ګوته نیولې او په اوسني وخت کې يې له دې هېواده د سرتیرو ایستلو پریکړه ناسمه بللې.

له ایران سره همغږي هېوادونه په اوس وخت کې ډیر دي ډیری هېوادونه وايي امریکا باید په اوس  وخت کې چې تر بل هر وخت افغانستان کې حالات خراب دي له دې هېواده ونه وزي هغوی وایي چې تر یوې هوکړې رامنځ ته کیدلو وروسته کله چې افغانستان کې هرڅه سم وي بیادي بهرني ځواکونه ووزي دوی اوس امریکا مسؤله ګڼي چې د افغانستان مسؤلیت ور له غاړې دی او  باید په حتیاط قدمونه واخلي.

امریکا اعلان وکړ چې خپل سرتیري به د سپټمبر تر ۱۱ نېټې پوري له افغانستانه وباسي خو دا چې دا هېواد یوازي پاتي نه شي نو خپلو مرستو ته به ورسره دوام ورکوي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More