غني امنیتي ادارو ته د سختو اقداماتو امر کړی

خبریال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې هېواد کې امنیت تر بل هر وخت خراب او خلک يې اندېښمن کړل ولسمشر امنیتي ادارو ته د وضعیت دښه کیدلو امر کړی دی.

خو پوښتنه داده چې ایا حالت به سم شي؟ تراوسه پوري د دې پوښتنې ځواب نه دی چې هیڅ کله به په دې امنیتي مشرتابه او مدیریت حالت سم نه شي ځکه تر اوسه پوري د هېواد سلګونه ولسوالۍ د امنیتي تهدید او سقوط لاندې دي او دولت  د دې حالت په کابو کولو کې پاتي راغلی ځکه نو ګمان نه کیږي چې حالت دي ژر سم شي.

افغان ولسمشر د دې حالت څخه د ایستلو په برخه کې امنیتي ادارو ته امر کړی چې د حالت ښه کیدلو او روانو بریدونو د دفع کولو لپآره باید امنیتي ادارې خپل اقدامات وکړي او پیاوړي شي.

ولسمشر له امنیتی ادارو د همغږي کیدو او عملیاتي اقداماتو غوښتنه کړې او د افغان ځواکونو پياوړتیا یې ستایلې ده

روان خراب امنیتي وضعیت

که څه هم دولت د امنیت او حالت د ښه کولو خبره کوي خو ورځ تر بلې په زیات شمېر ولایتونو کې وضعیت له کنټروله وتوونکی دی او ښايي تر دې هم خراب شي د هرې ورځې په تیریدلو سره لاهم ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویږي او دوی يې د ترلاسه کولو راپورونه ورکوي.

په ورته وخت کې دولت ادعا کړې چې له طالبانو يې یو شمېر ولسوالۍ بیرته نیولې او د ډیر شمېر د نیولو پلان لري خو اندېښنه داده کومې ولسوالۍ چې دولت له لاسه ورکړې دا صحي چې بیرته به یې ونیسي خو د ساتلو لپاره يې بیرته اندېښنې پیدا کیږي چې څنګه امنیتي ځواکونو ته اکمالات کیږي او څنګه به دا ولسوالۍ بیرته ساتل کیږي.

دولت ادعا وکړه چې د پکتیا میرزکي ولسوالۍ يې ونیوله خو له څه وخت وروسته طالبانو اعلان وکړ چې دا ولسوالۍ يې بیرته ونیوله.

خلک له دولته غواړي چې په امنیتی برخه کې رښتیني هڅې وکړي ترڅو روان ناوړه وضعیت پای ومومي او د خلکو امنیت خوندي شي دوی له لویه سره په امنیتي سکتور کې د مشرتابه څخه تر کشرتابه پوري له سره کتنه غواړي او په دې شرایطو کې د مسلکي کسانو ګمارنه غواړي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More