داسې اسناد ترلاسه شوي چې  بریتانیوي ځواکونه به افغانستان کې پاتیږي

خبریال ویب پاڼه/ ښايي بریتانیايي   ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې پاتي شي ځکه داسې محرم اسناد تر لاسه شوي چې د دې ځواکونو پاتي کیدل په ګوته کوي.

تر دې وړاندې هم د یو شمېر هېوادونو اوخپله د امریکا د یو شمېر سرتیرو د پاتي کیدلو خبرونه وړاندې شوي وو، او لاهم امکان لري چې د ناټو چوکاټ کې د ډیری هيوادونو سرتیري همدلته افغانستان کې پاتي شي.

د بریتانیا د دفاع داسې محرم اسناد چې له مخې يې ښکاري چې له افغانستان د سرتیرو ایستلو وروسته هم ښايي د برتانیا یو شمېر ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې پاتي شي.

په ورته وخت کې په اسنادو کې د یوه بل څه خبرداری چې هغه د بریتانیايي ځواکونو مرګ ژوبله ده هم ورکول شوی او ویل شوي چې  ښايي دا ځواکونه تلفات هم ولري، سرچینه وايي که څه هم د سولې هوکړه شوې او پر بهرنیو ځواکونو باندې کوم برید نه دی شوی خو دا حالت تر پایه همداسې نه شي پاتي کیدلای.

د بریتانیاحکومت  بیا خبرداری ورکړی چې دا اسناد د دې هېواد د دفاع وزارت د یوه لوړ پوړي چارواکي دي اوپه هغه پوري اړه خو دوی به يې په هکله څېړنې وکړي

څو ورځې وړاندې د یو شمېر امریکايي ځواکونو د پآتي  کیدلو اعلان وشو چې ورسره سم طالبانو مخالفت وښود خو امریکا وویل ترڅو چې  د کابل هوايي ډګر امنیتي چارې په رسمي ډول سره د ترکیې هېواد ته سپارل کیږي نو ۶۵۰ سرتیري به یې د لته د ډیپلماټانواو نورو اشخاصو ساتنه پر غاړه ولري تراوسه پوري په دې هکله نور جزیات نه دي ورکول شوي.

د ترکیې له لوري که څه هم د کابل هوايي ډګر مسؤلیت اخیستل کیږي خو طالبانو لا له وړاندې خبرداری ورکړی چې د دوحې تړون وروسته باید ټول بهرني سرتیري که د هر هېواد وي باید له افغانستانه ووزي او دا هوکړه پوره کړي.

تراوسه پوري ویل شوي چې ترکي، ناټو او امریکايي ځواکونه پاتيږي خو په هکله يې طالبانو ویلي چې نور په افغانستان کې بهرني سرتیري نه مني او دوی ټول دي د هوکړو له مخې خپلو خپلو هېوادونو ته ولاړ شي، خو بهرنیو ځواکونو د خطرونو په پام کې نیولو سره سره بیاهم د لته د شتون خطر قبول کړی

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More