پاکستان وايي، طالبانو سره مو یارانه پخه ده، ان مړي یې دلته خښېږي

خبریال وېبپاڼه/ پاکستان وايي، له طالبانو سره یې یارانه پخه ده او په هېڅ ډول پر دغې ډلې فشار نه شي راوړلی .

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید له جیو نیوز سره په مرکه کې دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي دي، چې په افغانستان کې د طالبانو ټپي شوي اورپکي د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېږي او مړي یې هم هملته ښخېږي، چې دا د دوی د یارانې ښه ثبوت دی.

 شیخ رشید دغه راز زیاته کړې، د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي او دلته یې د لیدو لپاره له هر ډول محدودیت پرته تګ راتګ هم کوي.

ده ویلي چې له طالب ډلې سره به د دوی اړیکې دومداره وي او د هېڅ ډول فشار په مقابل کې به دغه اړیکې پيکه نه شي.

د ده په وینا، د پاکستان او طالبانو اړیکې د متقابلو ګټو پر بنیاد ټینګې دي، طالبان پاکستان ته ګټه رسوي او پاکستان بیا د طالبانو هر ډول ملاتړ کوي.

دی زیاتوي چې د یوه ښه ګاونډي په توګه د افغان سولې پروسه کې مرسته کوي، خو مرسته به په دې کچه نه وي چې د دوو پخوانیو یارانو (طالبانو او پاکستان) ترمنځ اړیکې پيکه کړي.

نوموړي د شنبې په ورځ هم یوې غونډه کې ویلي وو، چې طالبان باید د پاکستاني طالبانو په ګډون هېڅ کومې ترهګرې ډلې ته اجازه ورنه‌کړي چې افغان خاوره د پاکستان پرضد استعمال کړي.

د ده له خبرو دا مطلب و چې پاکستان د طالبانو غوندې ساتونکي لري چې له هر چا یې په ښه توګه ساتلی شي.

پاکستان امریکا ته د افغان ولسمشر محمداشرف په مشري د لوړ پوړي دولتي پلاوي تر سفر وروسته طالبان په غیر مستقیم ډول خپل مدافعین او ملګري بللي دي.

د دوی هدف دا دی چې امریکا او افغانستان که هر څومره د افغان نظام او افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره ژمنې وکړي، خو چې پاکستان ونه غواړي هېڅ هم امکان لري، ځکه د طالبانو قومانده د پاکستان په لاس کې ده.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More