“د سولې روانو خبرو د افغانانو لپاره هېڅ ګټه نه ده “

خبریال وېبپاڼه/ په کابل کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي طالبان پر سوله باوري نه دي او د لا ډېرو سیمو نیولو ته لېواله ده او د همدې لپاره خو یې جګړو ته هم زور ورکړی دی.

راین کراکر وایي د سولې روانو خبرو او لړۍ د افغانستان لپاره هېڅ راز ګټه نه ده لرلې او د جګړو د کمېدو سبب نه ده شوې چې دا وضعیت ټولو ته د اندېښنې وړ ګرځېدلی دی.
نوموړی وایي که پر سوله تمرکز و نه شي او افغانان خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل نه کړي نو په دغه هېواد کې د کورنیو جګړو د دوام خطر شته دی او دا احتمال شته چې وضعیت نور هم ترینګلی شي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان روانه جګړه به یوازې په دې هېواد کې پاتې نه شي بلکې ګاونډي هېوادونه به هم زیانمن کړي له همدې امله د ټولې سیمې هېوادونو ته په کار ده چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له ټولو اړخونو سره همکاري وکړي.
کراکر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دمګړی د افغان لورو ترمنځ مذاکرات په ټپه ولاړ دي خو جګړې شدیدې شوې دي او هره ورځ لسګونه ملکي وګړو او عامو افغانانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
د امریکا پخوانی سفیر داسې مهال د طالبانو د نیت په اړه دا خبرې کوي چې دغې ډلې په ټول هېواد کې د جګړې اور ګرم ساتلی دی او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.
دغه وضعیت د عامو افغانانو اندېښنې را پارولې دي او د خپل ځان او هېواد د برخلیک په اړه ډول ډول پوښتنې ورسره پیدا دي.
د شنونکو په باور، طالبان لا هم د نظامي قوت له لارې د جګړې د ګټو په فکر کې دي، ځکه خو یې دغه وضعیت ته دوام ورکړی دی.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More