چودري: عمرانخان ژبه خطا وتلې بن لادن شهید نه دی

خبریال ویب پاڼه/ اسامه شهید دی که وژل شوی دا خبره په پاکستان او ټولو رسنیو کې اوس خوله پر خوله کیږي چې عمراخان ترهه ګر بن لادن ته د شهید ویلو کلیمه کارولې.

په دې هکله اوس تازه د پاکستان حکومت غبرګون ښودلی او د اطلاعاتو مرکزي وزیر يې  په دې هکله خبرې کړې هغه ویلي پاکستان حکومت القاعده او اسامه بن لادن ترهه ګر ګڼي.

فوابد چودري په خپلو خبرو کې وویل عمرانخان چې جو نیوز سره کومه مرکه کې بن لادن ته شهید ویلي د هغه ژبه خطا وتلې، د عمرانخان هدف دا نه وو، چې بن لادن ته شهید ووايي د هغه ژبه خطا وتلې ده.

فواد چودري د خپلو خبرو په دوام وویل چې پاکستان د ملګرو ملتونو کې د جګړې ضد رایه ورکړې او همدارنګه پاکستان تر ټولو ستره قرباني هم ورکړي ده.

بن لادن چې د پاکستان له لوري کلونه کلونه وساتل شو دوی ته یې ډیر زیات کارونه وکړل چې د افغانستان په کنډي کپر کولو او د امریکا له لوري د اشغال په برخه کې يې ستر رول درلود.

پاکستان ته بن لادن زیات موخې او کارونه وکړل ځکه نو اوس عمرانخان ورته د شهید لقب ورکوي، دا هېواد په سیمه کې د ترهه ګرو مهم مرکز بلل کیږي او له کلونوکلونو را په دې خوا له ترهه ګرو سره قوي اړیکي او خواخوږي لري چې تراوسه پوري لاهم دوام لري.

بن لادن په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري پر داسې موقعیت په نښه او ووژل شو چې هلته د پاکستاني پوځ لوی پوځي مرکز شتون درلود، خو کله چې بن لادن ووژل شو نو بیا يې مړی هیچا هم ونه لید او د امریکایانو په خبره چې د هغه جسد یې سمندر کې غورځولی.

وروسته له هغه چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د القاعده له لوري د سپټمبر پر ۱۱ نېټه نیویارک کې لوی تجارتي مرکزونه په نښه او ورسره لويي الوتکې وجنګول شوې امریکا په بن لادن پسې چې افغانستان کې وو، افغانستان ته راغلل خو ونه توانیدل چې دا کس پیدا کړي خو په ۲۰۰۹ زیږدیز کال چې کله د امریکا ولسمشر بارک اوباما وو، د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکا له لوري ووژل شو.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More