افغان دولت پاکستان ته سخت ځواب ورکړ ترهه ګر بې توپیره وځپئ

خبریال ویب پاڼه/ په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان د اړیکو هم چندو خونده نشته او له تیري یوې مودې را په دې خوا پر یوه او بل سخت لفظي ګذارونه کوي.

دا چې پاکستان وویل افغانستان يې ځواب ورکړ او په خپل کړې خبره يې ملامت کړ، پاکستان تور پوري کړی وو، چې  ټي ټي پی یا د پاکستاني طالبانو ډله په افغانستان کې ده او د پاکستان پر ضد فعالیتونه اجراکوي خو افغانستان د پاکستان دا ادعا رد کړې او یوڅه درس يې هم ورته ورکړی دی.

افغان حکومت په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي موږ د پاکستان دا ادعا رد کوو، او په افغانستان کې د ټي ټي پي هسته نشته.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی د خپل ملي امنیت د پالیسۍ له مخې له ترهه ګرو سره بې توپیره چلند کوي او دا اجازه هیڅکله نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي او یا هم هلته جګړه ییز فعالیتونه وکړي.

په اعلامیه کې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته لاښوونه شوې د افغانستان په څیر له ترهه ګرو سره بې توپیره مبارزه وکړي او نور دي اجازه ور نه کړي چې دا تروریستي ډلې یو له بل سره نه پرې کیدونکې اړیکي ترڅو د افغانستان امنیت او ثبات ته ګواښ رامنځ ته کړي.

پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره پوره چمتوالی نیولی او هر بدلون چې رامنځ ته کیږي  نو دوه درې چارواکي يې حتمی د دوست او یاهم دښمن رول پکښي ادا کوي چې د ښو احسانونه بیا پر افغانانو اچوي او بد يې خپل بد دي.

پاکستان کوښښ کوي چې په دې څرګندونو سره ځان لپاره یو غوره لوری وټاکي ترڅو په هر شوني بدلون کې د دوی او پآکستان ګټې خوندي او بې زیانه شي لومړي وزیر عمران د طالبانو له لوري د زور رامنځ ته شوي حکومت ته د پولي تړلو ګواښ کړی خو په مقابل کې يې د لته پر افغان دولت هم ګذار وکړ چې له ټي ټي پي سره اړیکي لري او په پاکستان کې ترهه ګریز فعالیتونه ترسره کوي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More