هغې ولسوالۍ سقوط کړی چې نور يې له زامنو سره ساتنې ته ورغلی وو

خبریال ویب پاڼه/ موږ تل وایو چې په روانه جګړه کې کله چې مشرانو خپل اولادونه ورکړل او جګړې ته یې بوتلل نو بیا به جګړه پای مومي په شمال د شمالي ټلوالی یو قوماندان عطامحمد نور د طالبانو په وړاندي پاڅون کې له خپلو زامنو سره یوځای جګړې ته تیره ورځ تللی او  هلته يې له خپلو پلویانو سره څو نمایشي حرکتونه ترسره کړل خو نن هغه ولسوالۍ سقوط شوه.

طالبانو په خپلو نویو بیانونو کې ویلي چې په تخار وردک او پکتیا ولایتونو کې يې ولسوالۍ نیولې او امنیتي سرچینو هم تاید کړې دي

عطامحمد نور د خپلو ځوانو اولادونو سره یو ځای د شورتپې ولسوالۍ ته د جګړې کولو لپاره ولاړل چې یوازي يې دا ګټه وکړه ترڅو دا ولسوالۍ ژر سقوط شي.

ولسي پاڅونونه

که څه په زیات شمېر ولایتونو کې د ولسي پاڅونونو تر نامه لاندې خلک غونډ شول خو په رښتیني ډول سره داسې څوک نه دي لیدل شوي چې د ولسي پاڅون کوونکو نوم پرې کښېښودل شي ولې که چیري دا پاڅونونه په رښتیني ډول سره وي نو بیا کولای شي د طالبانو په ګډون هر رنګه ځواک ته ماتي ورکړي.

په شمال کې د لومړي ځل لپاه د عطانور په مشري د ولسي پاڅون اعلان وشو چې د پخوانیو جنګسالارانو له ډلې څخه وو، داسې راپورونه هم ورکول شول چې د جنبش ګوند مشر مارشال دوستم له لوري به هم د ولسي پاڅون کومه ډلګۍرامنځ ته او د طالبانو په وړاندې به مقاومت وکړي.

طالبانو بیا ویلي چې د ولسي پاڅون کوونکو مشران به هیڅکله ونه بخښي او له عامو خلکو يې هیله وکړه چې اودونه دې پاڅونونو ته وا نه ستوي او د بل لپاره یې مړه نه کړي.

تراوسه پوري که څه تراوسه زرګونو کسانو په ولایتونو کې د ولسي پاڅون تر نامه لاندې په فعالیت پیل کړی خو تراوسه پوري يې د امنیت د تامین په برخه کې نتیجه هم نه ده ورکړې او د چارو د تنظیم يې هم کوم مالومات نشته خو یوازي دولت دومره ویلي چې د دې پاڅون کوونکو د تجهیز او اکمال لپاره به لاس په کار شي او کولای شي ورسره مرسته وکړي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More