امریکا نا ګټلې جګړه افغانانو ته سپاري
خبریال ویب پاڼه/ بایډن د خپلو سرتیرو اعلان په داسې حال کې وکړ چې له شلو کلونو ښکېلتیا وروسته بیاهم د افغانستان جګړه سره له دې چې و يې نه ګټله نوره يې هم شدید کړه.
په دې هکله ډفینس ون ورځپاڼې یو مطلب خپور کړی او امریکا يې د افغان جګړې په هکله ډیره ملامته کړې ده، دې ورځپاڼې ویلي امریکا خپله شل کلنه نا ګټلې جګړه افغانانو ته ور له غاړې کړله.
د دې ورځپاڼې په قول ویل شوي هغه جګړه چې اوس يې امریکا افغانانو او افغان حکومت ته سپاري هیڅکله ګټل کیدلای نه شي، او نه به هم وګټل شي.
د ورځپاڼې په باور د جمهوریت غوښتوونکو هغه خبره چې بایډن باید له افغانستانه د امریکايي سرتیرو په وتلو کې غور وکړي ویلي باید بایډن دا وړاندیز هیڅکله ونه مني ځکه اوس کار تر کار تیر شوی او لازمه ده چې امریکا له افغانستانه ووزي.
د ورځپاڼې له قوله داسې مالومیږي چې امریکا په شل کاله کې جګړه ونه ګټله نو له دې وروسته يې هیڅکله هم نه شي ګټلای اړینه ده چې باید خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي
که څه هم تر دې وړاندې ناټو او امریکا ویلي وو، چې پر سم حالت به له افغانستانه خپل سرتیري باسي خو داسې ونه شول او پر یوه داسې موقع دوی له افغانستانه وزي له د شوروي اتحاد پیښه چې تکراروي.
خو امریکا بیا ویلي چې خپلې مرستې به له افغان ځواکونو او حکومت سره جاري ساتي او هیڅکله دا هېواد یوازي نه پریږدي او خپلو مرستو ته به ورسره ادامه ورکوي.
په ورته وخت کې ناټو هم تر ۲۰۲۴ کال پوري د افغان ځواکونو د تجهیز ملاتړ او مرستې ټټر وهلی خو حالاتو ته په کتلو د افغان حکومت په هکله خطرناکې وړاندوینې شوې او تر سلو زیاتي وسلوالۍ دا مهال د طالبانو لاس ته لویدلې دي.
دولت ویلي چې دا ولسوالۍ بیرته نیسي خو د دوی او ځواکونو حالت د دې ایجاب نه کوي چې دا چاره دي ترسره شي او یادي هم دولت په دومره لوی اقدام لاس پوري کړي که څه د تیرو ورځو را په دې خوا د افغان ځواکونو له لوري د یو شمېر ولسوالیو د نیولو راپورونه هم ورکول شوي دي