پاکستان طالبانو ته مشروعیت لټوي

خبریال ویب پاڼه/ طالبان هم  دا ادعا لري چې بدلون يې کړی او غواړي چې  د نوي مدنیت پر بنسټ خپل ټول کارونه اراسته کړي خو لاهم د دې ډلې ټول مشران په تور لیست کې دي او نړۍ يې په ترهه ګرو باندې پیژني خو پاکستان اوس مشروعیت ورکوي.

طالبانو ویلي چې د نويمو کلونو په پرتله يې زیات تغیر کړی او اوس د ښځو اقلیتونو او بشري حقونو په برخه ټولو قوانینو پابنده دي او د نړۍ پر نوې لیکه باندې يې ځان سم کړی.

پر طالبانو باندې تورونه

که څه طالبان د بدلون او تغیر خبرې کوي خو ملګري ملتونو امریکا او افغان دولت د طالبانو د بدلون ادعا رد کړې او ویلي یې دې چې دې ډلې هیڅ تغیر نه دی کړی او لاهم په زاړه خوب ویده دي.

هغوی وویل چې طالبان اوس هم د ښځو ازادي، بیان ازادي او نورو اصلونو ته ژمن نه دي او غواړي د پخوا په شان په افراطیت سره ځا څرګند کړي خو طالبانو دا ادعا وي رد کړې دي.

پاکستان طالبانو ته څنګه مشروعیت ورکوي؟

موده وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په خپله یوه مرکه کې چې هرڅومره د دې ډلې په هکله ترې پوښتنه وشوه ایا طالبان او ډله یې ترهه ګر دي پر دې څو ځله ټینګار وشو خو قریشي هیڅکله ځواب ورنکړ، چې هو هغه وویل طالبان افغانان دي چې کوښښ يې وکړ ترڅو ورته مشروعیت ورکړي او دا ډله یو مدني ډله اعلان کړي.

همدرانګه څو ځله لومړي وزیر عمرانخان هم د طالبانو په حق کې ښې څرګندونې  کړې په افغان دولت کې د مشارکت او یاهم د دوی له لوري د واک نیولو یې ویلي.

اوس تازه چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید نړیوالو ته د طالبانو د ښه معرفي کولو او مشروعیت لپاره نوې څرګندونې کړې او له دې ډلې يې  غوښتي چې ترهه ګرو ته اجازه ورنکړي چې د پاکستان ضد فعالیتون او تروریستي اعمال ترسره کړي،

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي او دغه هېواد دې د ترهګرو له هر ډول بریدونو او احتمالي ګواښونو وساتي.

شیخ رشید په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې ګواکي د پاکستاني طالبانو په ګډون ځینې ډلې د پاکستان ضد فعالیتونه ترسره کوي او طالبان یې باید مخه ونیسي، څو دغه هېواد ونه ځپل شي.

شیخ رشید وايي طالبان دې د پاکستاني طالبانو تحريک ته هم اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې په استفادې د پاکستان پر ضد اقدام وکړي او دلته عمومي امن او نظم تخریب کړي.

دغه لوړپوړی پاکستاني چارواکی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د پاکستان د پارلمان یوه غړي هم طالبان په افغانستان کې ددوی په ګټه بللي وو او په خبره یې پاکستانیان باید ددوی منندوی وي.

افغان حکومت بیا تل ټینګار کوي چې پاکستان له طالبانو سره ژورې اړیکې لري او ملاتړ یې کوي، خو طالبانو بیا پر دې مسئله تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان ولې طالبان خپل مدافعین بولي؟

په دې کې شک نشته چې طالبان یوه ترهګره ډله ده او هیڅوک یې په رسمیت نه پېژني، خو پاکستان بیا هم له دغې ډلې د خپلې دفاع غوښتنه کوي.

د پاکستان دغه غوښتنه دا په ثبوت رسوي چې طالب د پاکستان مدافع دی او د هغوی د ګټو د خوندیتوب لپاره یې جګړه روانه ساتلې ده چې هېڅ مشروعیت نه لري.

د سولې خنډ هم همدغه ډله ده، که چېرې دغې ډلې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخیست، بیا به نه د جهاد په نوم جګړه وي او نه به طالب څوک پېژني.

طالبان خپله څه کوي؟

طالبان له تیرو شلو کلونو را په دې خوا په افغانستان کې د ترهه ګرۍ په بې ساري پرمختګ کې مرسته کړې او په دې هېواد کې يې د القاعده او نورو تروریستي ډلو په ساتنه کې مهم رول لوبولی او لاهم په افغانستان کې جګړه ترسره کوي چې تر اوسه پوري په کښي په لکونو ملکي  افغانان وژل شوي خو پآکستان له دې ډلې د مشروعیت په ورکړي همکاري غواړي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More