پاکستان له طالبانو غوښتي چې هېواد یې له ترهګرو وساتي
خبریال وېبپاڼه/ که څه هم طالبانو کلونه د پاکستان د ګټو لپاره په افغانستان کې د جهاد په نوم ناروا جګړه روانه ساتلې ده، خو اوس پاکستان تازه له دغې ډلې مهمه غوښتنه مطرح کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي او دغه هېواد دې د ترهګرو له هر ډول بریدونو او احتمالي ګواښونو وساتي.
شیخ رشید په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې ګواکي د پاکستاني طالبانو په ګډون ځینې ډلې د پاکستان ضد فعالیتونه ترسره کوي او طالبان یې باید مخه ونیسي، څو دغه هېواد ونه ځپل شي.
شیخ رشید وايي طالبان دې د پاکستاني طالبانو تحريک ته هم اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې په استفادې د پاکستان پر ضد اقدام وکړي او دلته عمومي امن او نظم تخریب کړي.
دغه لوړپوړی پاکستاني چارواکی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د پاکستان د پارلمان یوه غړي هم طالبان په افغانستان کې ددوی په ګټه بللي وو او په خبره یې پاکستانیان باید ددوی منندوی وي.
افغان حکومت بیا تل ټینګار کوي چې پاکستان له طالبانو سره ژورې اړیکې لري او ملاتړ یې کوي، خو طالبانو بیا پر دې مسئله تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستان ولې طالبان خپل مدافعین بولي؟
په دې کې شک نشته چې طالبان یوه ترهګره ډله ده او هیڅوک یې په رسمیت نه پېژني، خو پاکستان بیا هم له دغې ډلې د خپلې دفاع غوښتنه کوي.
د پاکستان دغه غوښتنه دا په ثبوت رسوي چې طالب د پاکستان مدافع دی او د هغوی د ګټو د خوندیتوب لپاره یې جګړه روانه ساتلې ده چې هېڅ مشروعیت نه لري.
د سولې خنډ هم همدغه ډله ده، که چېرې دغې ډلې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخیست، بیا به نه د جهاد په نوم جګړه وي او نه به طالب څوک پېژني.