The news is by your side.

سوله ؛ ‌هند او طالبان !

خبریال وېبپاڼه – د تاریخ په اوږدو کې هند، پرته د طالبانو د حکومت نه، د افغانستان د نورو ټولو حکومتونو سره ښې اړیکې پاللې دي. په ټوله کې، هند نه یواځې په سیاسي ډګر کې د افغانستان یو ښه ملګری هېواد دی، بلکې د افغانستان په بیا رغونې او اقتصادي ودې کې رغنده رول لوبوي. هند په افغانستان کې پنځم ستر مرستندویه هېواد ګڼل کېږي. د نورو بې شمېره د بیا رغونو پروژو تر څنګ د سلما بند په هرات کې او د ملي شورا (مشرانو جرګې او ولسي جرګې) ودانې د هند د خلکو هغه دوه سترې ډالې دي چې د دواړو ملګرو هېوادونو د دوامدار ملګرتیا بنسټ لا پسې پیاوړی کوي.

مخکې له دې چې د هند او طالبانو د ممکنه خبرو په تړاو بحث وکړم، دلته لازم ګڼم چې د هند افغان تګلاره د اویناش پالیوال له نظره وګورو. پالیوال په خپل کتاب (۲۰۱۷) زما د دښمن دښمن: هند په افغانستان کې د روسیې د یرغل نه د امریکا تر وتلو پورې، لیکي د افغانستان په تړاو د هند بهرنۍ تګلاره په دریو مهمو اصلونو چې یو بل کې نغښتي دي، ولاړه ده. دا اصلونه عبارت دي: لومړی.  د پاکستان او افغانستان تر منځ انډول ساتنه، دویم. د هند تګلاره په افغانستان کې د بهرنیو فشارونو په رڼا کې،  د بیلګې په توګه د بن کنفرانس ۲۰۰۱ کې هند غوښتل چې د شمال ټلوالې نه یو څوک د افغانستان واک تر لاسه کړي ، خو د امریکا د فشار له امله هند د حامد کرزي مشري ومنله، او درېیم. د بې ثباتۍ درجې دي چې له امله یې په افغانستان کې بېلابېلې سیاسي ډلې غواړي چې د هند سره ښکیلې شي.

پارټیزان او سوله غوښتونکې تګلارې

د پالیوال په قول پورته یاد شوي درې اصلونه د هند په کور دننه د افغانستان په سر بحثونه تر اغېز لاندې راولي. بیا مخکې وایي چې ځینې هندي چارواکي  Partisansیعنې پلوي دي. دغه ډله چارواکي بیا یواځې غواړي چې په هغو افغان ډلو سیاسي او مالي پانګونه وکړي چې د پاکستان ضد وي. بله ډله چارواکي بیا  Conciliators یعنې سوله غوښتونکي په افغانستان کې د ټولو ډلو سره، په ګډون د هغو ډلو چې پاکستان سره اړیکې لري، د ښکیلېدو ملاتړ کوي. سوله غوښتونکې ډله په دې باور ده که چیرې په افغانستان کې په کورني سیاست کې ثبات راشي، دې سره به په کابل او اسلام اباد کې یو څه ستراتیژیک انډول رامنځ ته شي. دغه ستراتیژیک انډول به وکولی شي چې هند ته ډاډ ورکړي چې هر هغه څوک چې کابل کې واک تر لاسه کوي، هندي ګټو ته به حساس وي.

کله چې مجاهدین واک ته ورسېدل، نو هند اړ شو تر څو په خپله پارټیزان تګلارې باندې د سره غور وکړي. د پالیوال په قول د دې دوه لاملونه ول: لومړی دا چې د ډاکټر نجیب حکومت نسکور شو او ملګرو ملتونو هم د نوي بهیر ملاتړ وکړو. دویم په ورته وخت کې د مجاهدینو بېلابېلو ډلو غوښتل تر څو هند سره ښکیلې شي، نو په هند کې سوله غوښتونکو وکولی شول چې د پارټیزان تګلارې په ځای د تطبیقي سیاست تګلاره غوره کړي او نوي بېلابېل سیاسي لوبغاړي په خپله تګلاره کې ځای پر ځای کړي. دغه نوې تګلاره بیا د راو ډاکټرین (راو نظریه) په نوم ونومول شوه. نارسیمها راو هغه وخت د هند لومړی وزیر وو.

په افغانستان کې د سولې پروسه او د هند او طالبانو ترمنځ ممکنه خبرې

د امریکا-طالب دوحې تړون په سیمه او نړۍ کې د یو شمیر هېوادونو ترمنځ زړې ملګرتیاوې او دښمنې له یو لړ ننګونو سره مخامخ کړې دي. هند چې طالبانو ته په سیمه کې د پاکستان د پوځ د ګټو د ساتونکو په سترګه ګوري،  د طالبانو د غورځنګ د رامنځ ته کېدو د پیل راهیسې یې د طالبانو سره د جدي خبرو تکل نه دی کړی. هند تر دې دمه د پارټیزان سیاست لوبوي. که څه هم هند د ډاکټر نجیب تر نسکورېدو پورې د نوموړي نه ملاتړ کولو او کله چې بیا مجاهدین واک ته ورسېدل، تر یوې څه مودې پورې هند د استاذ رباني په مشرۍ د مجاهدینو د حکومت سره زړه نا زړه ډپلوماتیکې اړیکې ساتلي. خو د مجاهدینو خپلمنځي جګړو هند ته یو ځل بیا دا موقع په لاس ورکړه چې د راو نظریه په نوي پارټیزان سیاست بدله کړي.

هند د کرزي حکومت په مهال د پارټیزان تګلارې ته ادامه ورکړه. د افغان حکومت تر څنګ یې د شمال پخوانۍ ټلوالې یو شمیر مهمو غړو سره خپلې اړیکې تودې وساتلې. نن هم هند د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت تر څنګ د شمال پخوانۍ ټلوالې د یو شمیر مهمو غړو سره د پارټیزان تګلارې په مټ اړیکې پالې. هغه څرګند بدلون چې په لومړي ځل د طالبانو په تړاو د هند په بهرنۍ تګلار کې ولیدل شو، هغه د دوحې تړون د لاسلیک کیدو په مهال د هندي سفیر شتون وو.

هند ته د زلمي خلیلزاد سفر

په ۷ می ۲۰۲۰ کې خلیلزاد هند ته د افغان سولې په تړاو سفر وکړو او هلته یې د هندي چارواکو نه وغوښتل چې د طالبانو سره مستقیمې اړیکې ونیسي. دغه وړاندیز نه وروسته طالبانو هم هند سره د خبرو لپاره چمتووالی وښود.  همدارنګه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د زي نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې چې په ۹ می ۲۰۲۰ خپره شوي، وییلي، طالبان د هند سره مثبتې اړیکې غواړي او په راتلونکي کې د افغانستان په بیا رغونې کې د هند همکارۍ ته ښه راغلاست وایي. د خلیلزاد غوښتنه او د طالبانو هند سره د خبرو لپاره چمتووالی په سیمه کې د اړیکو لپاره د یوې نوي تګلارې پیلامه ده. دې سره سم په هند کې د دغو نویو پرمختګونو په هکله شنونکو بېلابېل غبرګونونه وښودل.

د خلیلزاد او د طالبانو د خبرو وړانديزونو ته د هندي شنونکو محتاطانه غبرګونونه

شکتي سینها:

سینها چي د سیمي او د افغانستان یو نوموتی شنونکی دی په خپله یوه شننه کې چې په  Strat News Global South Asia and Beyond کې په ۱۲ می ۲۰۲۰ کې خپره شوي، د هند په حکومت غږ کوي چې د طالبانو سره باید خبرې پیل شي. هغه په خپلې شننې کې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هند ته وروستي سفر، د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او ټرمپ او د خلیلزاد وروستیو غونډو ته اشاره کوي او وایي چې دواړه هېوادونه په جدي توګه په افغانستان کې ښکیل کیدل غواړي. نوموړي په خپلې فیس بوک پاڼې کې د شننې د شریکول سره لیکلې دي، د IC-814 الوتکې پیښه باید د هند لید تر سیوري لاندې را نه ولې. د نوموړي اشاره د هندي تښتول شوې الوتکې پیښې ته ده. د طالبانو د حکومت په مهال په ۱۹۹۹ کې د پاکستان سخت دریځي ډلې جېش محمد غړو، چې په هندي کشمیر کې فعالیت کوي، د نيپال مرکز کتمانډو نه ډهلي ته په لار مسافر وړنې الوتکه سره د ۱۵۵ سوارلیو کندهار ته وتښتوله. د څو ورځو خبرو اترو وروسته هند د جېش محمد بندي مشر مسعود اظهر د الوتکې او ورسره د ټولو مسافرو په بدل کې ازاد کړو.

چایانیکا سکسینا:

سکسینا په یوه شننه کې چې په South Asia Monitor   کې په ۱۳ می ۲۰۲۰ کې خپره شوي، د هند حکومت هڅوې تر څو طالبانو سره خبرې پیل کړي. نوموړې د خپلې لیکنې په یوه برخه کې د هند حکومت ته مشوره ورکوي چې د جیو پولیټیکس په انډولونو کې د بدلون غوښتنه دا ده چې هند باید په خپله افغان تګلاره بیا کتنه وکړي. نوموړې زیاتوي هند باید د بهیر سره لاړ شي.

ایا ریښتیا هم هند په افغانستان کې سوله غوښتونکې تګلارې ته چمتو دی؟

له نړیوالې زاویې یې ګورو

هند او امریکا سیاسي او تجارتي ستراتیژیک همکاران دي. په ۲۰۱۸ کې د هند او امریکا دوه اړخیز تجارت ۱۴۲ ملیارد ډالر و. په فبروري ۲۰۲۰ کې د امریکا جمهور رئیس ټرمپ هند ته سفر وکړو. هند نوموړي ته د Namaste Trump په نوم د هرکلي یوه ستره تاریخي غونډه جوړه کړی وه چې د ګډونوالو شمیر یې څه د پاسه سل زره و. په ۲۰۱۰ کې هند او امریکا تر منځ د ملکي اتومي انرژۍ تړون د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي لاسلیک کړو. امریکا په سیمه کې د سیاسي انډول د ساتنې لپاره په هند تکیه کوي او په ورته وخت کې هند د چین په وړاندې د امریکا ډپلوماتیکې مرستې ته اړتیا لري. کله چې په ۲۰۱۹ کې د هند حکومت د هندي کشمیر نیمه خپلواکي پای ته ورسوله، امریکا کوم داسې منفي غبرګون ونه ښودو چې د هند حکومت پرېکړه وننګوي. دا په خپله د هند لپاره یوه ستره لاس ته راوړنه ده. امریکا هند ته د یو سیال په سترګه ګوري نه د یوه مرسته غوښتونکي په سترګه چې دا ډول سیالۍ نه بیا پاکستان برخمن نه دی. پورتنۍ ستراتيژکې ملګرتیا ته په کتو سره، ښایي هند د امریکا لپاره د طالبانو سره خبرې پیل کړي.

له سیمیزې زاویې یې ګورو

امریکا طالبانو سره افغانستان ته د سولې راوستلو تړون لاسلیک کړی دی. اوس امریکا د هند نه غواړي چې د طالبانو سره مستقیمې اړیکې ونیسي. بله مهمه خبره دا ده چې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړې د سولې پروسه لا پسې ګړندۍ کړه. طالبانو په اختر کې درې ورځې اوربند اعلان کړو، افغان دولت یې هرکلی وکړ او ور سره سم یې اوربند اعلان کړو. ولسمشر غني د ۲ زرو طالب بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړ. د تازه حکم له مخې څه د پاسه ۸۰۰ طالب بندیان ازاد شول.

د افغان سولې په تړاو پورتنیو پرمختګونو ته په کتو سره ښایي هند د طالبانو سره خبرې پیل کړي. د طالبانو سره خبرې پیلول به هند ته په افغانستان کې د یوې ټول شموله تګلارې لپاره لاره هواره کړي. طالبانو د هندي کشمیر په هکله خپل درېځ څرګند کړی دی او ویلی دی چې دا د هند کورنۍ موضوع ده او طالبانو پورې تړاو نه لري. د طالبانو دا درېځ د هند په افغان تګلارې مثبت اغیز لرلی شي او ښایي هند طالبانو سره اړیکې ونیسي.

ایا افغان حکومت ته په کار ده چې د هند او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره لابي وکړي؟

پخواني ولسمشر کرزي لا پخوا هند ته مشوره ورکړي چې د طالبانو سره خبرې وکړي. هو زما په باور، افغان حکومت باید هند دې ته وهڅوي تر څو طالبانو سره خبرې وکړي. پدې سره به افغان حکومت وکولی شي چې په سیمه کې د خپل ملګري هېواد په مټ د ډپلوماسۍ یو بل چینل پرانیزي. که چیرې هند د طالبانو په وړاندې په خپله پارټیزان تګلاره کلک ودرېږي، دا په دې مانا چې هند په خپله طالبان دې ته اړ باسي تر څو د هند په وړاندې منفي درېځ ته دوام ورکړي.

افغانستان او سیمې ته د هند او طالبانو د اړیکو ګټي څه دي؟

په افغانستان کې به د هند او پاکستان نیابتې جګړه پای ته ورسېږي. سیمې ته به ثبات راشي او اقتصادي ودې به رامنځ ته شي. هند به وکولی شي چې د افغانستان د لارې مرکزي اسیا ته خپل تجارتي توکې ورسوي او همدارنګه به افغانستان وکولی شي چې خپل تجارتي توکې د ځمکې د لار هندي بازارونو ته ورسوي. د ټاپي نل لیکئ پروژه به پیل شي او دې سره به د افغانستان، پاکستان او هند مخ په زیاتېدو د انرژۍ اړتیاوو سره مرسته وشي.

لیکوال : عبدالله خان / لندن بریتانیا

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.