The news is by your side.

ټرمپ ټولنیزو رسنیو او تویټر بیا ټرمپ ته ګواښ کړی

خبریال وېب پاڼه/د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن چهارشنبه په یوه ځانګړي ټویټ کې وویل چې ډېر ژر به د ټولنیزو رسنیو پر وړاندې یوه مقرره جوړه او و به یې تړي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ نن چهارشنبه په یوه ټویټري پیغام کې د ټولنیزو رسنیو د تړلو ګواښ وکړ او ټویټر یې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړ خو ټویټر په یوه ځانګړي اقدام کې د ټرمپ له ټویټ سره د ریښتیا او دروغو نښان (فکټ چېک) لګولی دی او دې سره یې نوموړي ته په غیر مستقیمه توګه ګواښ کړی چې دوی به په دې سره د نوموړي دروغ او ریښتیا مالوموي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم یوه امریکایي سیاستوالو ولسمشر ټرمپ په دروغجن سیاست تورن کړی ؤ او زیاته کړې یې وه چې نوموړی تل په خپلو جذباتي څرګندونو د ملت تېر ویستلو هڅه کوي. په دې برخه کې پخواني ولسمشر بارک اوباما او د را روانو ولسمشریزو تاکنو لپاره د ټرمپ سرسخت سیال جو بایډن د یادونې وړ دي چې نیوکې پرې کوي.

ټرمپ د ټویټر پر وړاندې یوه څرګندونه کې ویلي وو چې د ټاکنو پر مهال د پوسټ له لارې د رایې استول فساد ته لار هواروي، چې د ټویټر لخوا دا خبره دروغ وګڼل شوه. دغې مشهورې ټولنیزې رسنۍ په خپل ټویټ کې د ځینو مشهورو غربي ورځپاڼو هغه لېنکونه واچول چې د ټرمپ ادعا یې ناسمه ثابتوله.

دا لومړی ځل نه دی چې ډونالډ ټرمپ د رسنیو پر وړاندې سنګر نیسي، نوموړی له هغه مهاله چې ولسمشر شوی دی، له رسنیو سره په اخ او ډب لګیا دی.

نوموړي نن چهارشنبې په یوه ټویټ کې ولیکل چې جمهوریت پال ګونډ پر خواله رسنیو د خپلو خبرو د اغېزې د کموالي احساس کوي، چې په وینا یې نوموړی به په دې برخه کې چوپ پاتې نه شي او اجازه به ورنکړي چې چې خواله رسنۍ د دوی غږ تت کړي. ټرمپ همداراز ګواښ وکړ چې ټولنیزې رسنۍ به کنټرولوي او اجازه به نه ورکوي چې د ۲۰۱۶ ز کال تجربه تکرار شي.

ټرمپ ادعا وکړه چې ټولنیزو رسنیو د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو تاکنو کې هم مشکوکې کړنې درلودې چې په خبره یې ټاکنیز بهیر یې زیانمن کړی ؤ.

پر ټویټر له تېرو څو کلونو را هیسې نیوکه وه چې د ولسمشر ټرمپ د ناسمو او دروغو ټویټونو پر وړاندې ولې اقدام نه کوي خو د کرونا وبا په راتګ سره دغې مشهورې خواله رسنۍ خپله تګلاره بدله کړه او د هغو ټویټونو پر وړاندې چې ناسم معلومات په کې خپرېږي، اقدام کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance