The news is by your side.

کرونا سره د مبارزې پیسې د والیانو د سترګو پر وړاندې غلا شوي

خبریال وېب پاڼه/ د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین وایي، کرونا سره د مبارزې پيسې د والیانو د سترګو پر وړاندې غلا شوي دي.

د اطلاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین، عبدالمنان شیوای شرق وایي سیمه اییزو چارواکو د والیانو د سترګو پر وړاندې د کرونا سره د مبارزې له پيسو غلا کړې ده.

افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پيله تر اوسه اووه میلیارد ډالر د دغه ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره ځانګړي شوي دي.

د مالیې وزارت وایي دا پيسې د مرکز او ولایتونو لپاره دي او دوی یې د لګولو څرنګوالي په اړه معلومات نه لري.

د کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننگرهار ولایتونو کرونا سره مبارزې لپاره تر نورو زیاتې پيسې ترلاسه کړي دي.

په داسې حال کې چې پخوا هم د کرونا پر وړاندې د مبارزې سیمه اییزو چارواکو له لوري اړونده بودجه کې د فساد راپورونه خپاره شوي دي، خو اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشرانو معین وایي دا کار د والیانو د سترګو پر وړاندې شوی دی.

ښاغلي شرق نن چهارشنبې په کابل کې د روغتیا وزارت معین او کابل والي سره یوځای خبري ناسته لرله.

هغه وویل په یو شمېر ولایتونو کې کرونا سره د مبارزې توکي د اصلي بیو څخه له دوه چندو زیاتو پیسو اخیستل شوي او دې برخه کې پراخ فساد شوی دی.

ده د هغو چپرګټونو یادونه وکړه چې په وینا یې اصلي بیه یې ۱۷زره افغانۍ ده، خو په ۴۸زرو افغانیو د اخیستو ادعا یې شوې ده.

د افغاستان د روڼتیا د څار بنسټ هم وایي د کرونا برخه کې د پیسو لګولو څرنګوالي په اړه هېڅ معلومات نشته.

په ورته مهال په لېرې پرتو سیمو کې خلک وایي، ځیني هغه کسان چې له نورو ناروغیو، تکلیفونو مري یا په ځینو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، د ډاکټرانو له لوري ورته ویل کیږي، چې د خپل مړي لپاره دې غږ وکړي چې پر کرونا مړ شوی تر څو ورته د حکومت له لوري نغدې پیسې ورکړل شي او دغه چاره په یو شمېر سیمو کې ترسره شوې هم ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance