The news is by your side.

د نړۍ تر ټولو زاړه ښځه!

خبریال ډاټ کام/ جاپانۍ کېني ټاناکه چې په نړۍ کې د زیات عمر لرونکي یا زاړه ښځه شمیرل کیږي،خپل اوږد عمر ریکارډ ته یې دوام ورکړ او تیره ورځ یې ۱۱۷مه د زوکړې کلیزه هم ونمانځله.

نوموړې کلیزې مراسمو کې د هغې ملګرو او نږدې خپلوانو یې ګډون کړی وو او د کیک په پرې کولو سره یې ۱۱۷مه کلیزه د نرسینګ خونه کې ونمانځله.

نوموړې د زوکړې کلیزې په مراسمو کې د کیک په خوړولو سره په خندا وویل”لږ نور کیک هم غواړم.

د ګیانیز نړیوال ریکارډ د معلوماتو له مخې تیر کال هم ټاناکه د زیات عمر لرونکي شخصې په توګه په نړۍ کې ثبت شوي وه. د ګیانیز ورلډ ریکارډ د معلوماتو په اساس تیر کال نوموړې د ۶۶ ورځې او۱۱۶ کاله په عمر لرلو سره نړۍ کې د زیات عمر لرونکي ښځه شمیرل شوي وه.

کېني ټاناکه په ۱۹۰۳ میلادي کال کې په جاپان کې زیږدلې او په ۱۹۲۲ میلادي کال کې یې له هېډو ټاناکه سره واده وکړ. دوی دواړه څلور ماشومان هم لري.

۱۱۷ کلنه ټاناکه اوسمهال د جاپان په فوکوکا ښار کې استوګنه ده، نوموړې په وزګار وخت کې د ریاضي مطالعه هم کوي.

ددې ترڅنګ نوموړې د سهار مهال کې خطاطي او بعضې وخت بورډ ګېم هم ترسره کوي.

د یادولو وړ ده چې د جاپان په څیر یو چټک نفوس عمر ته د رسیدنې په برخه کې د ټاناکه شتون یو سمبولیک ارزښت لري.

جاپان یو له هغو هیوادونو شمیرل کیږي چې د امریکا لخوا د اټومي بم د استعمال را پیدیخوا پکې د وخته د زیږون او معیوبیت پيښې تر ډیره تر سترګو کیږي.

په جاپان کې د ماشومانو د زیږون په شمیر کې د تیر کال په پرتله ۹ لکه کموالی راغلی دی،چې دا د ۱۸۹۹ کال راهیسې لومړۍ ځل دی چې د ماشومانو په زیږون کې ۵،۹ فیصده کموالی راځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance