The news is by your side.

د مخ په سینګارکې د سترګو تورولو رول

خبریال ډاټ کام/ د سترګو تورول د مخ په سنګارولو کې تر ټولو ډير مهم او اړین رول لري.

ډيری افغاني نجونې د سینګار پرمهال سترګې توروي او وایي، له دې پرته یې ښکلا نیمګړې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې لږې افغانې انجونې به وي، چې د سینګار د وسایلو په صندوق کې سلایي، رجړومه، رانجه او یا د سترګو تورولو نور وسایل ونه لري.

نجونې وایي، په رنجو تورې سترګې سترګو ته لا ښکلا او زړه راښکون ور بښي  او له همدې امله یې دوی هم په سینګار کې کاروي.

هیله د لغمان اوسیدونکې وايي ډیر کله د خوښیو پر وخت سینګارکوي او ، چې کوي یې هم نو هیڅکله یې له سترګو تورولو پرته نه کوي.

د رنجو تور رنګ او ورسره د سترګو جذابیت دومره ډیر دی، چې له همدې امله شاعرانو په شعرونو او فلکورکې هم یادونه اوستاینه شوې ده.

سترګې یې تورې په رنجو کړې

ګومان مې کېږي چې مې زړه راڅخه وړینه

سندرغاړو هم په دې برخه کې خپله ونډه لرلې او په خپلو خوږو غږونو سره یې رانجه او تورې سترګې ستایلي دي.

چې په تورو سترګو تور رانجه شي پورې

له یوې تورې بلا پاڅي سل نورې

دیني عالمان بیا د رنجو په وسیله د سترګو تورول هم ثواب او هم خرما یادوي.

دوی وایي له یوه لوري ښایست ورسره زیاتیږي او له بله بیا د د سترګو لپاره ګټور درمل هم دي او له ډیرو دردونو یې ژغوري.

۸۰ کلنه بي بي نورینه بیا د خو رنجو په اړه له خبریال ډاټ کام سره غږیږي.

نوموړې وایي د دې لپاره، چې رانجه ښه په سترګو پورې شي له پخوا لږ کوچ یا ژیړ غوړي ورسره ګډېدل خو، وایي نن سبا انجونې د رنجو د رنګ د لا ښه والي او توروالي لپاره نور ارایشي مواد هم ورسره کوي.

د معلوماتو له مخې د رنجو تیګه د افغانستان له خپلو کانونو ترلاسه کیږي، چې وروسته له تصفیې سرویل کېږي او په سلایي، چې له لرګي جوړه وي په سترګو پورې کیږي.

اوس یو څه نور سینګار توکي پيدا شوي، چې د رنجو پر ځای یې نجونې کاروي لکه کاجل، تور قلمونه، لاینر، های لاینر او داسې نور.

لیکوال: فقیرزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance