The news is by your side.

کرونا، افغانستان کې د مړینې لومړۍ شمېره ثبت شوه

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په هرات کې هغه ناروغ چې د کرونا ویروس نښې یې درلودې ومړ.

دغه ناروغ نن یکشنبه (وري ٣مه) په هرات کې ساه ورکړه.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، یاد ناروغ د زړه ناروغي هم درلوده، چې د کرونا ویروس نښې هم په کې لیدل شوې وې.

یاد وزارت وایي، له څېړنو وروسته به سبا په ډاګه شي، چې یاد شخص له کرونا مړ شوی یا د زړه ناروغۍ له امله.

هرات چې د هېواد په لویدیځ کې پروت او د ایران سره هم سرحده ولایت دی، د هېواد په کچه په کې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې درې یې نن تازه ثبت شوي پېښې دي.

تردې دمه په ټول هېواد کې د کرونا یا کوېد ١٩ ویروس ٣٤ پېښې ثبت شوي، چې لس یې نننۍ تازه پېښې دي.

په دغو تازه پېښو کې یې دوه په کابل کې ثبت شوي چې اغېزمن وګړي یې بهرني ډېپلوماټان دي، درې په هرات، دوه په زابل او په کندهار، بلخ او غزني کې یوه یوه پېښه ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت یې، له بهر او په ځانګړي توګه له ایران د افغانانو راتګ بولي.

په ایران کې هم اوس مهال د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له سلګونو پورته دی او لا هم پرې ډېر شمېر ایرانیان اخته دي.

بل لور د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د کرونا ویروس پړه پر امریکا اچوي.

نوموړي امریکایي چارواکي تورن کړي، چې ګواکې ویروس یې جوړ کړی او اوس د ایران سره د درملو د مرستو په بهانه غواړي، ایران ته داسې څه ولیږي، چې دا ویروس په ایران کې تل پاتې کړي.

خامنه اي زیاته کړې، چې امریکا ورسره بار بار د درملو د مرستو خبره کړې، خو دوی د امریکا مرستې نه غواړي او نه پرې باور کولی شي.

تر دا مهاله داسې څېړنې نه دي ترسره شوي یا کوم راپورونه نه دي خپاره شوي، چې څرګنده کړي، کرونا یا کوېد ١٩ ویروس دې د انسانانو په لاس جوړ شوی وي.

تر دې مهاله په نړۍ کې له کرونا یا کوېد ١٩ ویروس د مړو شویو کسانو شمېر له ١١٧٠٠ څخه پورته تللی.

په افغانستان کې هم د کرونا ویروس د خوندیتابه او مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر نیول شوي، ښوونیزې او تحصیلي ادارې، هوټلونه، رېسټورانټونه او حمامونه تړل شوي او له دې وروسته به د دولتي ادارو کاري ساعتونه هم محدود شي.

د افغانستان په ګاونډ هېوادونو کې هم د کرونا ویروس څخه د خوندیتابه په موخه د ګڼې ګوڼي ځایونه تړل شوې دي او پر تګ راتګ بندیز لګېدلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.