The news is by your side.

ایران د کرونا ویروس پړه پر امریکا اچوي

ایران د کرونا ویروس پړه پر امریکا اچويخبریال وېب پاڼه/ د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه اي په یوه ټلوېزیوني مرکه کې د کرونا ویروس پړه پر امریکا واچوله.

خامنه اي د امریکا چارواکي د کرونا ویروس پر جوړونې پړه وبلل او پر امریکایي چارواکو یې تور پورې کړ چې ګواکې غواړي ایران سره د مرستو په بهانه د درملو له لارې داسې څه ایران ته ولیږي، چې پر مټ یې دا بد ویروس په ایران کې همېشنی کړي.

خامنه اي د دې تور د پخلي لپاره هم کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه اي په ډېر ډاډ ویلي، چې دا ویروس د امریکایي چارواکو له لوري په ځانګړې توګه د ایران لپاره جوړ شوی، نو ځکه خو د امریکا مرسته هم نه غواړي.

خامنه اي زیاته کړې، چې امریکا څو ځلې ورته ویلي،غواړي د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره ورسره د درملو مرسته وکړي.

د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه اي وایي، که څه هم نه پوهیږي چې دا څومره رښتیا ده، خو دا چې پر امریکا د دې ویروس د جوړېدو تور دی، نو باور پرې نه کوي.

تر دې دمه له څېړنو نه ده موندل شوې، یا هم خپره شوې چې کرونا یا کوېد ١٩ ویروس دې د انسان په لاس جوړ شوی وي.

د کرونا یا کوېد ١٩ ویروس چې په ډېره چټکۍ یې له چین هېواد نه په نړۍ کې سرایت وکړ، تر دې دمه ١١٧٠٠ نه زیات کسان مړه کړې دي.

د چین هېواد په بشپړه توګه د کرونا ویروس څخه پاک شو، خو د نړۍ سلګونو هېوادونو کې ترې لا هم مثبتې پېښې ثبتیږي.

د کرونا ویروس د نړیوالې وبا په توګه له پېژندل کېدو وروسته، یې په نړۍ کې احتیاطي تدابیر زیات کړل.

اوس مهال د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د دې ویروس څخه د خوندیتابه لپاره بېړنی حالت اعلان شوی او ښوونیزې ادارې او د ګڼې ګوڼې ځایونه تړل شوي دي.

په افغانستان کې تر دا مهاله د کرونا یا کوېد ١٩ ویروس ٣٤ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې لس یې د نن تازه پېښې دي.

په دغو تازه پېښو کې یې دوه په کابل کې ثبت شوي چې اغېزمن وګړي یې برهني ډېپلوماټان دي، درې په هرات، دوه په زابل او په کندهار، بلخ او غزني کې یوه یوه پېښه ثبت شوي دي.

بل خوا د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون هم د کرونا ویروس څخه د خوندیتابه په موخه په دولتي ادارو کې کاري ساعتونه محدود کړل.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.