The news is by your side.

د میدان ښار د ښاروالې پر موټر وسلوال برید شوی

خبریال وېب پاڼه/ څو شېبې وړاندې د کابل خوشحال خانې مېنې په مربوطاتو کې د میدان ښار ښاروالې ظریفې غفاري پر موټر د نا معلومو وسله والو له لوري برید شوی.

ویل کیږي، په یاد برید کې ښاروالې ظریفې غفاري ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

تر دې دمه د وسلوالو هؤیت نه دی په ډاګه شوی، چې کومې وسلوالې ډلې پورې اړوند کسان و.

پر ظریفې غفاري یاد برید داسې مهال کیږي، چې څو اوونۍ وړاندې یې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري د نړۍ د زړورې مېرمنې جایزه وګټله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هر کال د نړۍ هغو مېرمنو ته چې د سولې، عدالت، بشر حقونو او په کاري برخو کې یې د مېرمنو د ظرفیت لوړونې لپاره کار کړی وي، د زړورتیا جایزه ورکوي، چې سږکال افغان مېرمنه ظریفه غفاري د دې جایزې ګټوونکي شوه.

ظریفه غفاري یو له هغو افغان مېرمنو ده چې د کار پر مهال له سختو ګواښونو او ننګونو سره مخ شوې.

ظریفه غفاري د ازادې سیالۍ له لارې د میدان ښار د ښاروالۍ څوکۍ ګټوونکې شوه، چې د سیمې مافیا او زورواکو ګواښونو له اته میاشتني کاري ځنډ سره مخ کړه.

اغلې غفاري اوس مهال د میدان ښار ښارواله ده، ولس یې له کارونو خوښ دی او په بریالۍ توګه خپل مأموریت مخ ته وړي.

په وروستیو څو کلونو کې د حکومتي او خصوصي ادارو په کاري برخو کې د مېرمنو ظرفیت څو برابره لوړه شوی او د پخوا په پرتله زیات شمېر افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کوي.

لا هم افغان مېرمنې په سختو شرایطو کې د وسلوالو او مافیایي ډلو له ډېرو ګواښونو سره مبارزه کوي او هم په ډېرې زړورتیا سره هېواد ته خدمت کوي.

چې زړورتیا او مبارزې یې په نړیواله کچه ستایل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.