The news is by your side.

کرونا، د هېواد دولتي ادارو کاري ساعتونه محدود شول

خبریال وېب پاڼه/ په نړۍ کې د کرونا ویروس د چټکې خپرېدنې وروسته چې په افغانستان کې یې هم له وېرې بېړنی حالت اعلان شو او ښوونیزې او تحصیلي ادارې وتړل شوې، له دې وروسته به د افغانستان د دولتي ادارو کاري ساعتونه هم محدود شي

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د هېواد دولتي ادارو په کاري ساعتونو کمښت راووست.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون دغه پرېکړه د کابیني له تایید وروسته راوتلې، چې د عامې روغتیا وزارت پرته به یاده پرېکړه د کابل په ګډون د ټولو ولایتونو په دولتي ادارو کې تطبیق کیږي.

یاد کمېسیون نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره یادونه کړې، چې د دولتي ادارو کار به له اتو بجو پبلیږي او له دمې پرته به پر یوه بجه خلاصیږي، چې په دې توګه به هره دولتي اداره نیمه ورځ خپل کارونه پوره کوي.

اعلامیه کې دې ټکي ته هم اشاره شوې، هغه دولتي ادارې چې کارونه یې مهم اوسي، په دوو کاري شېفټونو کې به خپل کارونه مخ ته وړي، د سهار له اتو تر یوې بجې او له یوې تر څلورو به خپل کارونه سرته رسوي.

یاد کمېسیون ټینګار کوي او وزارتونه او ادارې د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په برخه کې مکلفې بولي، چې خپل مهم کنفرانسونه او ناستې دې د ویډیو کنفرانسونو او غږیزو پیغامونو له لارې ترسره کړي او له ټولو ادارو یې غوښتي چې د کرونا ویروس څخه د مخنیوي لپاره دې یادې طرحې عملي کړي.

افغان حکومت له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په موخه په دولتي ادارو کې د ډېر عمر لرونکي کارکوونکي او د ماشومانو میندې د یوې میاشتې لپاره رخصت کړي دي.

په ورته مهال نن په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبت شمېر ٣٤ ته پورته شو په دې توګه نن د کرونا ویروس لس مثبتې تازه پېښې ثبت شوي دي.

په دغو تازه پېښو کې یې دوه په کابل کې ثبت شوي چې اغېزمن وګړي یې بهرني ډېپلوماټان دي، درې په هرات، دوه په زابل او په کندهار، بلخ او غزني کې یوه یوه تازه پېښه ثبت شوې.

بل لور متحده عربي اماراتو هم له افغانستان سره خپلې الوتنې تر یوې مودې وځنډولې او په خیبر پښتونخوا کې د کرونا ویروس له خوندیتوبه هوټلونه او رېسټورانټونه هم تړل شوي دي.

اوس مهال په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د اغېزمنو شمېر له ١١٧٠٠ څخه پورته دی.

هره ورځ د کرونا ویروس ډېر شمېر اغېزمن له درملنې وروسته رغیږي او کورونو ته ځي، خو لا هم د کرونا ویروس له امله د قربانیانو شمېر نه دی کم شوی.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.