The news is by your side.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی یماموتو له افغانستان نه ستنېږي‌

خبریال ویب پاڼه/ دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي‌ تدامیچي‌ یماموتو له افغانستان څخه د تګ پرېکړه کړې ده .

د ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې چې خبریال ویب پاڼې ته راسېدلې ښاغلي ‌یماموتو ویلي ‌چې افغانستان له یوه امید سره پرېږدم .‌ نوموړی زیاتوي‌ چې (( یوه هیله چې له میلینونو افغانانو سره یې شریکوم افغانستان ته د سولی راتګ دی ؛ هیله لرم چې افغانستان ته سوله راشي‌او ډاډه یم چې افغانان دا توان لري‌ چې خپل هیواد ته سوله راولي .))

د ملګرو ملتونو سرمنشي‌ استازي‌ هیله ښودلې ده چې روان ۲۰۲۰ کاله به په افغانستان کې د سولي‌ او پخلاینې کال وي .‌نوموړی په داسي ‌وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي‌ د ځانګړي‌ استازي‌ په توګه له افغانستان نه وزي‌ چې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان تر بل هروخت د زیاتې سیاسي ‌بې ثباتي‌ ښکار دی .

د افغانستان لپاره د یوناما مشر د ۲۰۱۶ کال په جون میاشت کې دلته دنده پیل کړه ؛ له پیل نه تر پایه د ملګرو ملتونو بریالی استازی بلل کېده ؛‌خو په وروستیو کې دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري‌ په دې تړاو احضار شوی وو چې د د پخواني‌ اجرایه ریس عبدالله عبدالله سره یې لیدنه کړې وه .

د نوموړي ‌د ماموریت پر مهال په افغانستان کې ټکنۍ ټاکنې وشوې چې پایلي یې تر اوسه جنجالي ‌پاتې دی ، خو د حزب اسلامي ‌له مشر ګلبدین حکمتیار سره سوله او د طالبانو سره د سولي ‌د خبرو پیل یې لويي‌لاسته راوړنې بلل کېږي‌.

د ډېرو په اند ښاغلی یاماموتو د افغان حکومت نېژدې پلوی ګڼل کېده او دا سي‌اټکل کېده چې ښايي هغه د محمد اشرف غني تېرونی وي ، خو ځکه نوموړي‌ په زغرده په افغانستان کې د موازي‌حکومت مخالفت کړی وو‌.

د تدامیچي ‌یماموتو ماموریت په افغانستان کې پای ته رسېدلی دی خو تر اوسه پوري د ملګرو ملتونو د سیاسي ‌دفتر ددغه ماموریت لپآره د کوم کس نوم نه دی په ډاګه شوی .

په افغانستان کې ډېری په دې باور دی چې د هر راتلونکي ‌نوي مشر لپآره به د اوسني ‌حالت سره چلند کول یو ستر چیلنج ؛ ځکه وسله وال طالبان د بینالفغاني‌ خبرو لپاره غاړه نه ږدي او دلته افغانستان کې دننه د عبدالله عبدالله له لوري ځان بللې ولسمشري اعلانول هم یوه لویه ننګونه ده .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance