The news is by your side.

نوروز نه نمانځل کېږي خو جنډه پورته شوه

خبریال ډاټ کام/څو ورځې وړاندې حکومت د کورونا ویروس د مخنیوي په خاطر د سږ کال نوروز نمانځل لغوه اعلان کړل او په ټول هېواد کې یې روزنیزو او تعلیمي مرکزونو ته هم د یوې میاشتې رخصت اعلان وکړ خو ویل کېږي نن شپه په مزارشریف کې جنډه پورته شوه.

د معلوماتو له مخې تېره شپه په پټه دا مراسم ترسره شول او ویل کېږي چې د روضې مبارکې د مسؤلینو په ګډون یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په کې برخه اخیستې وه.

یاده شوې جنډه چې تېره شپه شاوخوا ۹:۳۰ بجې پورته شوې، ټاکل شوې ده د څلوېښتو ورځو لپاره به ولاړه وي. مرکزي حکومت که څه هم غبرګون نه دی ښودلی خو د کورونا پر وړاندې د عامه پوهاوي لپاره د جوړې شوې کمېټې مشر وحید عمر تېره اونۍ په خپل یوه بیان کې ویلي وو چې له متخلفینو سره به قانوني چلند کېږي.

د بلخ په مرکز مزارشرف کې هر کال د نوروز جشن جوړېږي چې له کابل او ور څېرمه ولایتونو څخه زرګونه هېوادوال په یاد شوي جشن کې د برخه اخیستلو لپاره بلخ ته ورځي. دا مراسم په خورا شانداره توګه نماځل کېږي.

تېره اونۍ په بلخ کې د کورونا یوه مثبته پېښه ثبت شوه چې له همدې سره د دغه ولایت مرستیال والي رسنیو ته وویل چې سږ کال به په بلخ کې د نوي کال مراسم نه نمانځل کېږي. نوموړي دا هم ویلي وو چې په یاد ولایت کې به پر لویو غونډو او ورته را ټولېدونکو جمیعتونو هم تر یوې نا معلومې مودې پورې بندیز لګوي.

حکومت وروسته له هغه په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره جدي احتیاطي تدابیر ونیول چې تر شلو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې. ویل کېږي تازه ده نور کسان هم په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي چې دې سره په مجموعي توګه ۲۴ کسه افغانان پر یاده شوې وبا ناروغۍ اخته دي. تر دې مهاله په هېواد کې د ننه د کویډا ۱۹ له امله د کومې مړینې راپور نه دی ورکړل شوی خو په سیمه کې یې د زرګونو انسانانو ژوند واخیست.

ویل کېږه تېره شپه کله چې جنډه پورته کېدله، په ښار کې د خوښۍ په پار د هوایي ډزو غږونه هم اورېدل کېدل چې ښاریان یې سخت اندېښمن کړي هم وو.

نوروز نمانځل د افغانانو یو کلتوري دود دی چې له جنډې پورته کولو سربېره یې په نورو مېلو جوړولو سره هم نمانځي. کابل ښاریان که څه هم د کورونا وېرې ځپلي خو بیا هم ټولی ټولی ځوانان تفریحي سیمو ته ځي او د خوښۍ جشن نمانځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.