The news is by your side.

د غازي امان الله خان کودي په پښتو سندره ویلې

خبریال ډآټ کام/د هند افغاني الاصله وتلي سندرغاړي عدنان سمیع په خپل ټویټر پاڼه یوه لنډه ویدیو خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي چې مینوالو زما پښتو سندره را روانه ده.

عدنان سمیع چې په خټه افغان دی او وایي د پلار لخوا څلور پشته افغانان یو او زیاتوي چې غور نیکه یې د افغانستان د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د کاکا زوی ؤ. نوموړی اوس مهال په هند کې اوسېږي او د ګڼو هندیانو او نورو نړیوالو په زړونو کې ځانګړی ځای لري، تازه یې په پښتو او دري ژبه سندره ویلې ده.

نوموړی له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې په خپل ژوند غږېدلی او زیاتوي چې موږ له افغانستان سره ژورې اړیکې لرو او په خبره یې پلار به یې تل هڅاوه چې په پښتو او دري ژبه هم سندرې ووایي. ښاغلی سمیع وایي چې اوس مې تازه د پلار هغه هیله چې تل به یې را نه کوله، پوره کړه او دغه سندره به نن جمعه د روانې مارچ میاشتې په ۲۰ مه نېټه خپره شي.

ښاغلی عدنان سمیع وړاندې په خپلو خبرو کې وایي چې نیکه مې په افغانستان کې د څلورو ولایتونو والي هم تېر شوی دی او وروسته بیا هند ته کډه شوي دي.

په پښتو ژبه ډېری نړیوالو سندرغاړو سندرې ویلي دي او د هنر لارویان په دې اند دي چې پښتو یوه شیرینه او سندریزه ژبه ده چې شعري کمپوز په کې ښه سر خوري. د عدنان سمیع د نوې سندرې مطله (بیا بیا یادیګي، ستا ښکولول) ده.

همدا څو شېبې وړاندې ښاغلي ادنان په خپل ټويټ کې لیکلي دي چې سندره به په راتلونکو څو ګړیو کې خپره شي. دا په داسې حال کې ده چې ډېری پښتانه دې سندرې ته بې صبرانه شېبې شماري.

په افغانستان کې په نوروز او اخترونو کې انځوریزې رسنۍ کنسرتونه جوړوي او هنرمندان په کې خپلې نوې او زړې سندرې وایي.

نن له ګڼو سندرغاړو سربېره ډېری سیاسیونو هم ټولو افغانانو ته د نوروزۍ مبارکۍ وړاندې کړې دي. د ملي امنیت شورا ستر سلاکار په خپل لنډکۍ ویډیو خپره کړې ده او ورسره لیکلي یې دي:

(ګرانو هېوادوالو، د سولې پسرلی مو مبارک شه)

زلمي خلیزاد هم په خپل ټویټ کې پر افغان سیاسیونو غږ کړی چې د یو نوي پیل لپاره دې په یو ټول شموله حکومت باندې توافق وکړي او د کورونا پر وړاندې یې د حکومت او طالبانو د ګډې مبارزې غوښتنه کړې ده.

افغانان هر کال په نوروزي جشن کې ډول ډول مېوې خوري چې په دې لړ کې هفت مېوه زیاته مشوره ده او ډېری افغانان یې په دغه ورځ نوشیجان کوي.

هېره دې نه وي چې عدنان سمیع تر دې مهاله په پښتو سندره نه وه ویلې او دا یې لومړنی ځل دی چې له پښتو سربېره په دري ژبه هم خپله سندره ثبتوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.