The news is by your side.

د غني‌ او عمران خان ترمنځ پټه معاهده افشا شوه!

خبریال وېبپاڼه – د افغانستان د ولسمشري ‌ماڼۍ یوه انتهايي‌ باخبره سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې محمد اشرف غني او د پآکستان لمړي ‌وزیر عمران خان د انټیلجنس شئېرنګ په نوم یوه داسي ‌معاهده کړې چې له مخې به یې د دواړو هیوادونو استخبارات له یوبل سره د یوبل هیواد ددښمنانو پټ معلومات شریکوي او هڅه به کوي چې د خپل هیواد دښمنان وپېژني.‌

په ارګ کې د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي‌ چې عمران خان ښاغلي‌ غني‌ ته ویلي ‌چې په افغانستان کې د پاکستان خلاف (۶۵۰۰) وسله وال جنګیالي ‌پټ دې چې علاج او درملنه یې په هند کې کېږي‌ خو فعالیت په پآکستان کې کوي.‌

سرچینه وايي‌ چې عمران خان له ښاغلي ‌غني‌ نه د بلوڅ بیلتون پال ډاکتر نظر غوښتنه کړې ده.

د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې پاکستاني‌ پلاوي‌افغان لوري ‌ته داسي ‌شواهد ورکړي‌ چې ځیني‌ بلوڅ (مجاهدین) د کندهار په عنیو مېنه کې اوسي‌او ځینو نورو د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې ځانونه پټ کړي.‌

د پاکستان دې بېشرمانه الزام ته تر دم ګړیه افغان چارواکو هیڅ نه دي ‌رسنیز کړی،‌ خو افغان ملتپالان وايي چې په افغانستان کې د پاکستان خلاف هیڅ وسله وال شتون نه لري.‌

له ارګه د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي‌ چې پاکستاني ‌پلاوي افغان لوري‌ته ډاډ ورکړی دی چې په په پآکستان کې د مېشتو وسله وال طالبانو خلاف به عملیات کوي‌ او د دوی استخباراتي‌ معلومات به له افغان حکومت سره شریکوي.

ورته یوه معاهده تر دې وړاندي ‌هم د پاکستاني‌ استخباراتو سره شوې وه چې د وخت د ملي‌امنیت ریس ښاغلي ‌نبیل یې مخالفت کړی وو او هغه وخت د حنیف اتمر له لوري‌لاس لیک شوې وه.‌

د افغانستان د هغه وخت د ملي‌امنیت ریس ښاغلي‌ نبیل ځکه د معاهدې له لاس لیک نه انکار کړی وو چې په باور یې طالبان پاکستان کې عام ګرزي‌او انټلیجنس معلوماتو ته یې ضرورت نشته او باید په نښه شي.

د ډېرو په باور که اشرف غني‌له دې کار نه پر شا نشي‌، ښايي د یوڅه وخت لپاره خپله واکمني ‌وغځوي، خو د دښمن هیواد پاکستان دښمنانو ته به زیان واړوي.

ددې نوې معاهدې د عملي ‌کېدو پیل د راروانې ډیسمبر میاشتې له (۱۵) نېټې څخه کېږي چې د ډېرو په باور دا معاهده د پآکستان په ګټه او د افغانستان په زیان ده.

په ارګ کې د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې ولسمشر غني‌د امنیت شورا او ملي‌امنیت ادارو ته امر کړی چې ژر تر ژره د عمران خان سره د شوې معاهدې د عملي‌کولو چاروې پیل کړي.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance