The news is by your side.

کاش! په دې نصيحتونو له مخکې پوه وي.

خبريال وېب پاڼه :امام ابن الجوزي وایي: د خلکو څخه دې سره زر، تګ او مذهب پټ کړه

١-د سره زر څخه مراد:

ستا مال، حال او هر نعمت چې تاته درکړل شوي دي، که چرته تا سره مال وي نو حسد به درسره کیږي او تانه به طمع کیږي که درسره نه وي نو څوک د شفقت معامله کوی اوڅوک به دې توهین کوي، هر یو نعمت څښتن سره حسد کیږي.

٢-تګ:

مراد ترینه دا دي چې د کوم کار ترسره کولو اراده او نیت دې وکړو لکه د کور اخیستل ،نکاح کول… خپله ژبه دې بنده وساته تردې چې الله تعالی دې پلانونه درته په حقیقت بدل کړي

یعقوب علیه السلام خپل ځوی یوسف علیه السلام ته ویل: خپل خوب دې ورونو ته مه وایه هغوی به درته دسیسه جوړه کړي

د خپل ځوی په حق کې له دې څخه وویریدلو چې ورونه به یې ورسره حسد او کینه وکړي په داسې حال کې چې دا فقط خوب وه تراوسه ریښتیا او په حقیقت بدل شوی نه وه.

یو پوښتنه چې په ذهن کې پیدا کیږي هغه دا چې ددغه رائي او ایت ترمنځ جمع څنګه ممکن ده: وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ

او په ژبه د خپل رب د نعمت څرګندونه (خلکو ته) وکړه.

ددې ایت معنا دا ده چې الله تعالی کوم نعمتونه درکړی د هغې څخه مه منکریږه او په هر حال د الله تعالی شکر وباسه او په کار ده چې درکړی شوي نعمتونه ستا په لباس او هستوګنځی کې څرګند شي او په خپل اهل دې پراخي کوه د اسراف او فخر پرته.

٣-مذهب:

مراد ترینه دا دی چې چاته نصیحت مه کوه مګر دا چې د نصیحت کولو غوښتنه درڅخه وکړي او د خپل ځان په اړه ډېري خبرې مه کوه چې څه دې خوښیږي او څه دې نه خوښیږي، ځکه له دې سره به هغه نزاکتونه او رازونه زائل شي چې د ځینو په ملګرتیا درته د فخر او ځلیدلو اضافت کیږي او بل دا چې داسې ژورو بحثونو کې داخل نشئ چې اړتیا ورته نه وي

عمر ابن الخطاب رضی الله عنه وایي زه ډیر ځله په خبرو کولو پښیمانه شوي یم خو په چوپتیا یو ځل هم نه یم پښیمانه شوي.

ژباړه:کاينات مومند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.