The news is by your side.

پکتيا ولايت کې د رامنځته شوې چادونې تازه حال او جزيات

خبريال وېبپاڼه/ نن د شپې د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې مرګونې چادونه رامنځته شوې چې له بده مرغه درۍ تنه د ملي امنیت سرتېري پکې شهيدان شوي دي‌ او ۱۹ تنه هم عام افغانان ټپيان شوي دي.

د سولې ددښمنانو له لوري دا بريد په داسې حال کې کېږي چې افغان ولس سولې ته هيله مند شوی دی او د حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د بن بست د ماتېدو او د پرمختګ خبرونه تايد شوي دي.

چادونه د پکتيا ولايت په مرکز کې د امنیتي ځواکونو په یوه ګزمه شوې ده، د سیمې څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې دغلته مارکېټونو، عامه شتمنیو او دوکانونو ته هم زيان اوښتی دی.

د پکتيا ولايت والي حليم فدايي په دې تړاو ويلي دي چې چادونه د یوه پوډي ډوله موټر په واسطه شوې ده، دا موټر چې د چاودېدنکو موادو ډک و د امنیتي ځواکونو د يوې ګزمې سره نېږدې انفجار ورکړل شوی دی او په سيمه کې یې ګڼ زيانونه اړولي.

په حساس وخت کې د بریدونو زيات والی
که څه هم د سولې په خبرو کې رامنځته شوی بن بست مات شو خو دا يو حقيقت دی چې د حکومت طرف پخپله رضا دا بن بست پای ته ونه رساوه، د بلې خوا د سولې د خبرو د ټول پرمختګ سره سره بيا هم طالبانو پخپلو بريدونو کې کم والی رانه وست.

اوس که دا بريد طالبانو ترلاسه کړی وي نو پوه دې شي چې د افغانانو په وژنه حکومت نه دردېږي او هېڅ ډول امتياز دوی نشي ترلاسه کولی، او که بل اړخ دا بريد کړی وي نو پوه دې شي چې ددوی فتنې او دسيسې تر اخره پټې نشي پاتې کېدای او پای يې نېږدې دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.