The news is by your side.

د زړه د روغتيا ۵ رازونه

خبريال وېبپاڼه/زړه مو د بدن يو له هغه غړو څخه دی چې بدون له هغه ژوند ممکن نه دی، په بدن کې مو ګڼ داسې غړي شته چې هغوی خراب شي او يا نه وي، نو زموږ ژوند محدود کېږي، ځينې شيان له لاسه ورکوو، ولې ژوند ته دوام ورکولی شو، خو د زړه خبره بيا بېله ده، په زړه کې هره ستونزه ټول بدن په جدي ډول متاثره کوي او د زړه د ناروغۍ مرګ څو چنده انسان ته رانږدې کوي.

۱- خوړو ته مو پام وکړئ
ډېر کسان خپلو خوړو ته پام نه کوي، څه چې ښه خوند ورکوي هغه خوري، دوی په روغتيا د خوړو د تأثير مسله دومره جدي نه نيسي، خو کله چې يوه ورځ ورباندې ډېر بد زېری وشي چې پلانکۍ ناروغي لرې نو حيران وي چې دا نو په ما کې له کومه شوه، ډېر غوړين خواړه، په غوړيو کې سره کړي خواړه، غوښې او دا ډول نور خواړه د زړه د روغتيا لومړۍ درجه دښمنانان دي، دا خواړه د رګونو جوړښت ته ضرر رسوي او په پايله کې زړه ته لار هواروي او په زړه کې ګڼې ستونزې راپیدا کوي، د یوه روغ زړه لپاره څه چې خوری هغه ته ډېر پام وکړئ.

۲-اضافي وزن مو له لاسه ورکړئ
زيات وزن يا په عامه اصطلاح چاغ والی د هرې ناروغۍ لپاره يو غټ خطر دی، پخپله يو لوی بدن د زړه د ستړيا او زيات کار سبب کېږي، د بدن په ټولو غړيو يو اضافي فشار وي، زيات وزن د حرکت مخنيوی کوي او بې حرکتي بيا نورې جدي ستونزې راپيدا کوي.

۳- حتماً حرکت وکړئ
ځوانان هغه وخت د حرکت په ګټه پوهېږي چې کله زاړه شي، حرکت وجود ته په ځانګړي ډول زړه او ډ وینې د دوران سيستم او غړو ته يو ستر نعمت دی، هغه کسان چې منظم حرکت او فزيکي فعاليت کوي د رګونو د ناروغيو سره د نورو څخه څو چنده کم مخ کېږي، د بدن حجرې یې تر نورو ژر نوې کېږي او د وینې د ستونزو څخه په امان کېږي، بې حرکته خلک تر بل هرچا د زړه په ناروغیو ډېر اخته کېږي.

۴-له اندېښنو څخه ځان وساتئ
په مکرر ډول تشويشونه کول، د زيات وخت لپاره په اندېښنو کې پاتې کېدل د زړه ترټولو لوی قاتلين دي، مکرره اندېښنه او تشویش په مستقيم ډول د زړه په عضلاتو تاثیر کوي، د زړه عضلات په بې ساري ډول ضعيف کوي او د زړه ثبات له منځه وړي، ځان وپېژنئ، مطالعه وکړئ، حواس مو وپېژنئ خپل ځان کنټرول کړې او هر ډول چې کېږي له سټریس، اندېښنو او تشویشونو څخه ځان وساتئ.

۵-د وينې فشار ته متوجه اوسئ
د وینې لوړ او يا ټیټ فشار دواړه مرګوني ستونزې دي، د وینې د لوړ فشار ستونزه بيا تر ټیټ ډېره عامه ده، هغه کسان چې د وینې فشار یې لوړ وي بايد تل خپل د وينې فشار تعقيب کړي، منظم تمرین او سپورټ وکړي، ډېر کمه مالګه وکاروي، د درملو د اخستو سره بايد خپلې ډوډۍ او د ژوند طرز ته هم جدي پام وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.