The news is by your side.

منظور پښتین طلايي فرصت

 خبريال وېبپاڼه/ ډېر قامونه د مختلفو رهبرانو سره مخ کېژي، په دوی کې هر يو يوې ځانګړې خواته ډیر ميل لري او دا ددې سبب کېږي چې د بېلې غاړې خلک ددې ډول رهبر څخه ساړه شي، مثال يو کس دومره مذهبي وي چې ددنيا ژوند یې پرېښی وي ددې ډول رهبرانو څخه خلکو ښه ورځ نه ده ليدلې، ځینې بيا داسې دنيا پرست وي چې ددين سره هېڅ تعلق نلري، لنډه دا چې ځینې شرق ته زور کوي او ځينې غرب ته.

داسې رهبر چې دواړه خواوې يې نيولې وي د وسط په لار روان وي بيا يو بريالی رهبر دی، دا ډول مشرانو واقعاً هر وخت خپل قامونه او ملتونه د تيارو څخه د رڼا لور ته وړي او خپل قامونه يې سيال کړي.

منظور به مو سيال کړي
منظور پښتین هم وروسته د لسیزو پښتنو ته د خدای له لوري وربخښل شویو داسې يو رهبر دی، چې هم دين پکې دی هم دنيا، نه د شرق مينوال دی نه د غرب، هغه يو پښتون دی او په دې قناعت دی چې پښتونولي زموږ لپاره بس ده، موږ پښتانه ښکلي يو، زموږ هېڅ‌ شی تر شرق او غرب کم نه دي، نه شرقيان یو نه غربيان.

دا ډول رهبران ډېر کم پيدا کېږي، چې نه د مال ښکار شي نه د مقام، بلکې پخپله ژبه او وعده کلک ولاړ وي، ژمن کس وي او تل د خپل قام ګټه ورته د فردي ګټې څخه مهمه وي، پښتین همداسې يو کس دی، نه د مقام ښکار شو، نه د مال، زه ډاډه یم چې پاکستاني پوځ به هغه ته ډېرې وعدې ورکړې وي، هغه ته به یې د ډېرو چينلونو له لارې د مقام او مال وړانديزونه کوي وي خو پښتین نه په مقام قانع شو نه په مال.

د ژوند قرباني
ځان ډېر زيات خوږ وي، تر ځان خواږه پيدا کول ګران دي، د مبارزې په لار کې ډېر کسان هغه وخت په شاه شي چې خپل ژوند په خطر کې وويني، کله چې وګواښل شي، بيا نو د ځان مينه ورباندې زوروره شي او د خپلې دعوې څخه په شا شي، خو پښتین د پاکستان د هغه پوځ څخه هم ونه ډار شو چې هره ورځ یې يو پښتون په دار کړی وي.

د پښتون د څنګ ډېر نېږدې ملګري شهيدان شول، د ارمان لوڼي غوندې پښتانه چې منظور یې په هېڅ قدم کې يوازې نه پرېښود د پاکستاني پوځ لخوا شهيد شو خو د پښتین لاره نېغه ښکاري هغه دار ته تيار دی خو غدار نه دی.

ټول د ازادۍ د سيالۍ مبارزین بايد دا خصوصيت ولري چې د خپل سر قرباني مخکې له مخکې ومني، نه یوازې چې د خپل سر بلکې د خپلو نېږدي کسانو د خپل خوږو کورنيو قرباني بايد ومني، ځکه په دې لاره کې جابران تر مبارز ډېره د هغه خوږ ګوته کورنۍ او نېږدې کسانو ته زيان رسوي.

پښتین طلايي چانس دی
اوس چې منظور پښتین د پښتنو د ازادۍ او سيالۍ بيرغ پورته کړئ دی‌نو دا د پښتنو لپاره يو تاريخي فرصت دی، ځکه پښتین واقعا د مشرۍ او رهبرۍ ترټولو مهم خواص لري، هغه په پښتو پوره دی، خالص پښتون دی، په مسلمانۍ پوره دی او ساده او خالص مسلمان دی، دا ډول په تاريخ کې کله کله ملاوېږي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.