The news is by your side.

خلیلزاد وايي، بیا مې د سولې سفر موزې په پښو کړې

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو په کړنلاره هوکړه وشوه، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد خبر وايي، چې بیا یې د سولې سفر موزې په پښو کړې.

خلیلزاد د دې سفر په لړ کې ترکیې ته رسېدلی او له ترکي چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې اترې وکړي.

زلمي خلیلزاد خپل ټوېټ کې لیکلي، له ترکیې وروسته بیا به قطر ته ځي، چې د سولې خبرو کې افغاني لوري او طالب ډلې سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې، دوحې ته ورځي، څو وګوري، چې له دواړو غاړو سره پر کړنلاره د شوې تازه هوکړې پر بنسټ څنګه ښه مرسته وکړي.

خلیلزاد یو ځل بیا اوربند ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې ښکېل اړخونه به د یوې سیاسي مناسبې حل لارې او دایمي اوربند په لور چټک پرمختګ ته وهڅوي.

 دا مهال د افغان دولت او طالب ډلې مذاکراتي پلاویو د خبرو د کړنلارې لپاره پر یوه کاري کمېټه هوکړه کړې ده، چې له پنځو تر لسو غړي به ولري.

اوربند به وشي؟

دوحه کې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د خبرو اترو پر کړنلاره تر هوکړې وروسته امریکا، المان، اندونیزیا، ناروې، ازبکستان او قطر له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه.

 دوی په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال د تاوتریخوالي لوړه کچه اندېښمنونکې بولي او له دواړه لوریو غوښتنه کوي چې د تاوتریخوالي کمښت ته لومړیتوب ورکړي او په خپلو ګډو هڅو افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسوي.

خلیلزاد، چې تازه یې د سولې سفر موزې په پښو کړې، یو ځل بیا ویلي، هڅه کوي چې دواړه لوري دایمي اوربند ته وهڅوي.

افغان حکومت هم وار وار ویلي چې د مذاکراتو په لومړي سر کې به یې اساسي غوښتنه دایمي اوربند وي.

طالبان به اوربند ومني؟

 وسله والو طالبانو تر اوسه د اوربند په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې ویلي وو، چې تر هغو یې د سولې خپلمنځي مذاکراتو کې اساسي غوښتنې نه وي منل شوې اوربند به ونه کړي.

هېواد کې څه روان دي؟

سره له دې چې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو پر کړنلاره هوکړه وشوه، په هېواد کې د جګړې ډګر هماغسې تود دی او هره ورځ لسګونه بې ګناه انسانان وژل کېږي.

تېر ماښام د پکتیا په مرکز ګردېز کې هم موټر بم چاودنه وشوه، چې درې امنیتي سرتېري یې شهیدان او ۱۴ ملکي وګړي یې ټپیان کړل.

عام افغانان دې وضعیت سخت اندېښمن کړي او په یو غږ له ښکېلو لوریو د دایمي اوربند غوښتنه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.