The news is by your side.

غني د تاریخ په بايلونکي صف کې

خبريال وېبپاڼه/ ولسمشر غني چې په لومړي ځل ټاکنو کې یې شعار همدا تحول او بدلون و اوس د بدلون هومره مينه وال هم‌ نه ښکاري، په دا ځل ټاکنو کې دده شعار دولت جوړونه و چې موږ وليده د کابل امینت او ښاروالۍ چارې يې امرالله صالح ته سپارې، دا د ولسمشر غني دولت جوړونه ده چې لومړی مرستیال د کابل د امينه قوماندان دنده ترسره کړي.

وخت بدل دی‌ بدلېږي، ګټې بدليږي،‌ ملګري، دوستان او دښمنانان بدلېږي خو غني په دې بدلون کې بې برخې دی، هغه دا بدلون نه درک‌ کوي، ځکه په‌ دې بدلون کې شخصي زيان ويني، حال دا چې د وخت سره جګړه کوونکو تل بايللې ده، اوس دوران بدلېږي خو غني نه بدلېږي.

ټلوله هم بدلېږي
ان د ټلوالې غوندې يوه ډله چې د اکاډميکې صاحې څخه ډېر وخت لرې پاتې شوي هم د ځمکني بدلونونه ويني او بدلون کوي، په ۲۰۰۱م کال کې چې کله د امريکا متحده ايالاتو په افغانستان باندې حمله وکړه دوی پوهېدل چې اوس نو ددې دور دی چې د امريکا په څنګ کې ځای ونیسئ او د پښتنو خلاف ېې درېغه مبارزه وکړي، خو اوس چې همدا ټلواله پوهېږي په افغانستان سيمه او نړۍ کې د ۲۰۰۱ م کال سناریو او ستراتېژي د بدلیدو په حال کې ده نو دوی هم د بدلون په حال کې دي.

ان نن د ټلوالې ځینې غړي د سولې په وړاندې د غني څخه معقول دريځ نيسي، د غني وياندوی پرون ويل چې د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی، د ټیم یو ویاند یې بيا ويل په مقدمه کې ستونزه ده خو سبا اعلان شوه چې په هرڅه توافق شوی دی، يو کار چې کېدونکی وي مخالفت يې څه مانا لري، خو ښکاره ده چې ولسمشر پدې مخالفت کې د خپل اقتدار دوام لټوي.

همدا رولونه متفاوت دي، ولسمشر غني د سولې په وړاندې او د ټلوالې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې ترڅنګ رول لري، ډاکټر عبدالله عبدالله د مصالحې د عالي شورا مشر دی د سولې چارې ورځ تربلې د ارګ له لاسه وځي او همدا عبدالله عبدالله ته سپارل کېږي، اوس به تاريخ په پای کې څه وليکي، که د سولې روانې خبرې بريالۍ شي او په افغانستان کې سوله قايمه شي، البته دا سوله به سله سلنه سوله نه وي، نو مطلب د وینې تول به بند شي، که داسې وشي چې د سولې اتل به څوک وي، غني که عبدالله؟

ټلواله بیا د تاريخ د ګټونکې پلې خوا نيسي او ولسمشر غني له بده مرغه بيا د تلې هغه پله نيسي چې بايلونکی ښکاري او دوام به ونلري، زه په دې ډاډه يم که ولسمشر غني د سولې لار نيولې وی د خپلې چوکۍ د پام وړ برخه به یې هم ژغورلې وه او محبوبیت به یې زیات شوی و د سولې اتل به هم دی و.

د غني لپاره نړۍ بدلون نکوي
سيمه او نړۍ د یوه غوڅ بدلون په حال کې ده، دا هرڅه به د غني لپاره بدلون ونکړي، پکار ده غني ددوي لپاره بدلون وکړي، د نړۍ سرنوشت تراوسه د امريکا په لارښونه ټاکل کېده، بازار، دوست، دښمن هرڅه امريکا ټاکل، خو تر نن وروسته دا چاره همداسې نه پاتې کېږي.

پرون د نړۍ ترټولو لویې لارې، هغه که ځمکنۍ دي، که سمندري دي او که هوايي د امريکا د متحده ايالاتو د پاليسيو په بنسټ ټاکل کېدې، امريکا به چې وغوښتل دا لارې به د یوه هېواد لپاره خلاصې وې او چې نه به يې غوښتل دا لارې به د هغه هېواد لپاره بندې يا محدودې وې، نن دا لارې قدم په قدم د چين په خدمت کې لوېږي، د سريلانکا نیولې تر افريقا، د چين نيولې اروپا، دا ټولې ځمکنۍ او سمندري لارې اوس ورو ورور د چين لاس ته لویږي، چين په دې هېوادونو کې په لوړه کچه پانګونه کوي.

اوس چې امريکا نه غواړي دا هرڅه د چين سره شريک کړي يا ډېر واک هغه ته ورکړي نو دا د امریکا لپاره ډیره لويه مسله ده، امريکا اوس هم د ننه د ګڼو اختلافاتو او ستونزو ښکار ده هم بيرون، په دې حال کې امريکا نوره توان او علاقه نلري چې د غني غوندې خلکو نازونه يوسي، ددوی لپاره دومره لوی کارونه پرېږدي او يا دده سره مشغول شي، يا په افغانستان کې بې ګټې پانګونې او مصرف ته دوام ورکړي.

ښه به دا وي غني د تاریخ د ګټونکي صف ته ولاړ شي، تر ننه چې هر څه شوي هغه اوس شوي دي، زه په دې قناعت يم که ولسمشر غني همدا اوس ولس ته سپينه خبر وکړي د سولې په چارو کې عملي صداقت وړاندې کړي هم به د واک د پام وړ برخه ورکړل شي او هم به په افغان تاريخ کې د يادولو وړ نوم ولري، هم دا مظلوم ملت د جګړې نوره بيه پرې نه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.