د سولې خبرو ته د قطر پر ځای نور هېوادونه وړاندیز سوي

خبریال ویبپاڼه/ د واما په نوم یوې ادارې  د افغان سولې او مذاکراتو په هکله څېړنه کړې او ویلي يې دي چې  دا مذاکرات دي په یوه بې طرفه هېواد کې ترسره سي ځکه اوس مهال په ښه او منظم ډول سره نه دي روان

د نتایجو او تحقیق دې ادارې په یوه څېړنه کې پر دې کار کړی چې  د سولې  خبرو لپاره دي یو بې طرفه هېواد وټاکل سي هغوی دا نظریات او څېړنه له یو شمېر سیاسي شنونکو سره ترسره کړې ده.

دې شنونکو ویلي چې یو بې طرفه هېواد د سولې په خبرو کې ښه رول ترسره کولای سيو هغوی، هغوی د سولې خبرو لپاره قطر نه دی خوښ  کړی او ویلي يې دي چې دا بدیل، ازبکستان، جرمني ناروې، سویس، سعودي عربستان، مالیزیا، اندونیزیا، چین او یاهم ترکمنستان کیدلای سي

تراوسه پوري لاهم د سولې خبرې همدې قطر کې  روانې دي چې د امریکا اوطالبانو ترمنځ د سولې تړون هم په دې هېواد کې ترسره سو.

پر قطر هېواد د چا د پلوي شک کیږي!

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال قطر له طالبانو سره ښې اړیکي درلودې چې اوس هم ښايي داسې فکر کیږي قطر هېواد اوس مهال له افغان دولت سره  هم ښې اړیکي لري خو شنونکو د قطر پر ځای د سولې خبرو لپاره یو شمېر نور هېوادونه ښه بللي

تراوسه پوري د قطر په کوربتوب د سولې خبرو د جګړو کمولو لپاره هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او افغانستان کې د پخوا په پرتله اوس هم جګړه روانه او هره ورځ لسګونه کسان د دې جګړې قرباني کیږي.

د واما اداره په داسې حال کې دا څرګندونې کوي  چې  نن د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یوځل بیا قطر ته روان سوی ترڅو د طالب او افغان دولت د سولې خبرو د پیل لپاره هڅې ترسره کړي.

تراوسه د افغان سولې بین لافغاني خبرو لپاره کړنلاره ټاکل سوې او پر اجنډا يې کار روان دی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum