پاکستان د افغانستان د ابادۍ اتلان نه شي زغملای

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ پوره یو کال مخکې سهار مهال د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پر جاپاني الاصله افغان ډاکتر ناکامورا نامعلومو وسله‌والو برید وکړ، چې لومړی زخمي او وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

ناکامورا څوک و؟

ناکامورا، چې په جاپاني هم مشهور و، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پي. اېم. اېس په نوم د جاپانۍ خیریه مؤسسې پر رییس و، چې د ژوند په وروستیو کې د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړل شو او افغانانو له نازه کاکا مراد باله، خو همدا چې افغان شو، ووژل شو، ځکه هغه د افغانستان لپاره د اقتصادي، کرنیزو او د اوبو د مدیریت په برخه کې مرستې راماتې کړې وې او دښمن د دې کار خلاف دی.

ناکامورا له کلونو راهیسې د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار کې د کرنې او اوبو لګولو پروژې مخته وړلې؛ د ننګرهار د د ګمبیري دښتې او د ښېوې ولسوالۍ د مربوطاتو لپاره یو نسبتا لوی کانال د کونړ له سینده رابېل کړی، چې سلګونه هکټاره دښتې یې خړوب کړي. په خپله یې هم په کې ځينې برخې کرلي. یو لوی پارک یې جوړ کړی او دغه راز د کونړ د سیند بلې غاړې ته په کچړه نومې سیمه کې یې ګڼې داسې زمکې ژغورلي چې سیند وړې وې.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ لپاره یې یو دایمې سربند جوړ کړ، چې ټوله کامه د ده له برکته خړوبیږي، دغسې یې همدلته د سیند په غاړه سلګونه هکټاره دولتي زمکه له سینده ژغورلې ده. ناکامورا د کونړ پرسیند د بهسودو ولسوالۍ لپاره هم سربند جوړ کړی، چې تقریبا شل زره هکټاره زمکه خړوبوي.

خو ناکامورا افغانستان ته د خدمت له امله ووژل شو، ځکه چې دده خدمتونه نه هېرېدونکي دي. ده خلکو ته د ډوډۍ لپاره د غنمو او د خوراک لپاره د مېوې بندوبست کړی و، دا هرڅه په اوبو کېدل او دی د کونړ د سیند نه د استفاده کېدونکو اوبو اتل دی.

دغسې اتلان دوښمن نه شي زغملی، دوښمن څوک دی، پاکستان دی، د پاکستان ماجب خواره طالبان او نورې ډلې هم په دې کې ښکېل ګڼل کېدلی شي، ځکه پاکستان له پخوا نه د کونړ د سیند پر اوبو د جوړېدونکو پروژو مخالف دی او د ناکامورا وژل له همدوی پرته د بل چا نه دی.

دلته د دښمن هېواد پاکستان او د هغو د اجیرانو طالبانو لخوا هر هغه څوک وژل کیږي چې د افغانستان لپاره کار کوي او یا حتی د کار اراده لري؛ نو هغه څوک چې زموږ د اوبو د مدیریت په برخه کې کار کوي، زموږ د خلکو د مړولو لپاره کار کوي، هغه به څنګه خوندي وي.

ناکامورا د PMS په نامه د جاپان په مرسته د چلېدونکې موسسې مشر و. خو دده خویونه د ځينو مشرانو په شان نه و، بلکې ده به په پټي، ویاله، باغ او بل هرځای کې له بزګرو او کاریګرو سره یوځای کار کاوه.
مرګ حق دی، که څوک ګخ غواړي د خلکو زړونو کې ژوندی پاتې شي؛ د ناکامورا لاره دې خپله کړي، له ځانه دې راووځي او وطن ته دې کار وکړي.

ناکامورا خپل شتمن او سوکاله وطن پریښود او د لیوانو داسې جزیرې ته راغی چې مشران یې د واک لپاره په وطن او خلکو خولې لګوي.

نن د ناکامورا د وژل کېدو پوره یو کال وشو، سږ کال یو ځل بیا د ناکامورا په یاد ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو د هغه عکسونه خپاره کړي، هغه یې د ابادۍ اتل بللی دی او په نشتون یې خواشیني ښودلې ده او ویلي یې دي چې دښمنانان هغه څوک په نښه کوي، چې د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum