The news is by your side.

پاکستاني پوځ نهه تنه بلوڅان تښتولي

خبریال وېببانه/ د پاکستان پوځ د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د بلوڅو پر ضد عمليات کړي دي او په دغو عملياتو کې يې د دوو ښځو او ماشومانو په ګډون، له کليو څخه نهه تنه تښتولي او تري تم کړي دي.

لوڅ ملتپال د دوی پر ضد د پاکستاني پوځ لخوا د ترسره شویو عملیاتو پخلی کوي او مني چې د دوی نهه تنه یې تښتولي دي.

بلوڅ ملتپال وايي، پوځ د پنجګور، د ګچک له توبې سيمې څخه يوه بلوڅه ښځه له ځان سره وړې او په دې سربېره يې له همدې سيمې دوه سړي هم تښتولي دي.

د تښتول شوې ښځې نوم بي بي مريم او د خاوند نوم يې دور محمد ښوول شوی دی.

په دې سربېره، پاکستاني پوځ له همدې سيمې د بي بي شاه‌پري په نوم يوه بله بلوڅه مېرمن، د هغې خاوند او څو اولادونه تښتولي دي.

له پنجګور څخه د پاکستاني پوځ له خوا د تازه تښتول شويو کسانو شمېر نهو تنو ته رسېږي چې تر اوسه د هيچا مړی ژوندی مالوم نه دی.

پاکستانی پوځ له کلونو راهيسې بلوڅ ملتپال ښځې او نارينه تښتوي چې بيا يې مړی ژوندی نه مالومېږي، خو وخته ناوخته د ځينو تښتول شويو کسانو له پېژندلو وتلي جسدونه يوه بله خوا موندل کېږي.

پاکستان د بلوڅانو نسل وژنه پیل کړې

تر دې وړاندې د بلوڅانو سراسري ټولنې ویلي وو، چې پاکستاني پوځ په بلوچستان کې د ازادي غوښتونکو د ځپلو ترنامه لاندې نسل وژنه پیل کړې ده.
دوی زیاته کړې، په وروستیو دوو کلونو کې له ۱۰ زرو ډېر بلوڅ ملتپال ځوانان تري تم شوي او د پاکستاني پوځ له لوري په بې رحمانه ډول وژل کېږي.
بلوڅان چې له کلونو را په دې خوا په پاکستان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له لوري ترسخت فشار لاندې دي.
د بلوڅانو سرتاسري ټولنه وایي، پاکستاني حکومت ترې ان د ژوند لومړني حقونه هم اخېستي او له ډېری سترو اقتصادي پروژو څخه محرم شوي دي.

بلوڅان له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې په بلوچستان کې د دوی د ازادۍ غوښتنې له مبارزې ملاتړ وکړي او د بلوڅانو پر ضد د پاکستاني پوځ د ناروا کړنو مخه ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.