The news is by your side.

د نګورنو قرباغ شخړه کې ۲۸۰۰ اذربایجاني سرتیري وژل سوي

خبریال ویبپاڼه/ څو اونۍ وړاندې د ارمنستان او اذربایجان هېوادونو ترمنځ د نګورنو قرباغ سرحدي سیمه کې تر یوې میاشت زیاتي ورځې  درنې جګړې ترسره سوې چې پرمهال يې ملکیانو او دواړو لوروته درنې مرګ ژوبلې وا وښتلې

اوس تازه د اذربایجان هېواد ویلي چې  په دې جګړه کې  يې زرګونه سرتیري وژل سوي او یو شمېر يې ټپیان سوي دي اوس مهال د دې دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند رامنځ ته سوی

د اذربایجان هېواد ویلي چې په دې جګړو کې يې ۲۸۰۰ سرتیري وژل سوي  او ۱۰۰ پوځیان یې تري تم سوي دي خو دوی له ارمنستانه ۷ سیمې بیرته نیولې دي

د نګورنو قرباغ لانجمنې سیمې امنیت د پنځو کلونو لپاره روسي سوله ساتو ځواکونو ته وسپارل سواو هغوی به په سیمه کې مېشت وي

د جګړې پر مهال د روسيې په ګډون یو شمېر هېوادونو د دې پوره کوښښ وکړ ترڅو د دواړو لور ترمنځ جګړه کراره کړي خو هغه مهال د دواړو هېوادونو مشرانو پر مذکراتو نه بلکي پر جګړه کولو ټینګار کاوه او ویل یې اوس د مذاکراتو کولو وخت نه دی باید په جګړه کولو خپلو موخو ته ورسیږو.

خو وروسته له پوره ۴۴ ورځو دواړې لورې پر دې سلا سوې چې غواړي اوربند وکړي او د مذاکراتو له لارې دا موضوع حل کړي.

هلته اوس روسي سرتیري میشت دي ترڅو په سیمه کې د دواړو لورو د احتمالي خطرونو مخه ونیسي د پوځي تلفاتو ترڅنګ په نګرونو قرباغ سیمه کې ملکي کسانو ته هم درنې مرګ ژوبلې وا وښتلې

په دې سیمه کې  ځینې داسې کسان هم ول چې مړي يې نه پیژندل کیدل چې څوک دي، د اذربایجان هېواد د دومره لوی شمېر د سرتیرو د وژل کیدلو ترڅنګ داسې فکر کیږي چې د ارمنستان هېواد پوځیانو ته به هم په دومره لوی شمېر زیان اوښتی وي تراوسه په دې هکله ارمنستان هېواد خپل مالومات نه دي شریک کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.