The news is by your side.

د سولې خوب به رښتیا سي؟

خبریال ویبپاڼه/ له تیرو دوه کلونو هره ورځ د اوربند او جګړې ختم ورځ وي خو تراوسه لاهم د سلګونو ورځو په تیریدلو سره افغانانو د سولې سهار نه دی پیل کړی هغوی لاهم انتظار خو کله کله اوږد انتظار د دې سبب سي چې ټولې هیلې لاهو او دروغ پاتي سي عام افغانان د جګړې او خبرو په دې مقطع کې څه غواړي.

په وطن، ولایت کلي کور اوکلي کې اوس د سهار له خوا یخني ده ځوانان او سپین ږیري  چې اړین کار نلري نو بیا پتیاوي ته سره کښیني د هغوی لپاره اوس  ټولې خبرې او موضوعات زاړه سوي او یوازي پر راډیو او رسنیو اکتفاء کوي او د سولې خبرو خبرونه تعقیبوي د هرې ورځې د سولې پرمختګ لپاره ښې ښې جملې جوړوي او څوک چې په دې برخه کې منفي نظر ورکوي رټي يې وايي چې نور به انشاالله سوله راځي.

خو د ولس دې هیلې ته رسیدلو لپاره څومره انتظار او خنډونه موجودي دي؟ ایا د دوی د پتیاوي دا هیلې او خبرې به څومره ژر رښتیا سي دوی دومره بیړه لري چې په هم هغه شېبه دي د ماشې کشولو لپاره ګوتې ودریږي او نور دي څوک د چا د وژلو تکل نه کوي

هغوی هره ورځ د نیکمرغۍ دا خوبونه ویني خو د سولې خبرو او ښکېلو لورو نیتونه د عامو افغانانو د خوبونو او هیلو غوندي نه دي هغوی هیڅکله د ولس دې هېلو او خوبونو ته فکر نه دی کړی او یوازي د دولت اقدار او واک لپاره خپلې هڅې نورې هم منظمې کړې هیڅ یوه ډله له خپلو ګټو د ولس څخه د دفاع په نوم نه په شا کیږي هیڅ یوې ډلې د ډز نکولو نه دي ویلي له دوه کلونو راپه دې خوا جګړه ارامه نه بلکی نور هم پچیلې او سخته سوه، کله چې پر جګړه کوونکو د ارامۍ او اوربند ږغ کیږي هغوی دا ږغ رټي او ګونګ کوي يې خو بیا هم هیله بخښوونکي خبرونه خپریږي اوس پر دې خبرونو او د سولې پر راتګ هیڅ افغان باور نلري تړونونه هوکړې غونډې سفرونه او استازي به مالومیږي خو د افغان پر کور به هم هغه شان اور بل وي دی به پکښي شهید، زخمي او زورول کیږي.

افغان ملت یوازي هره ورځ د یوې ګولې مړۍ پیدا کولو لپاره خورا زحمتونه باسي خو په ځنیو سیموکې ترې جګړې د هغې یوې مړۍ پیدا کولو هڅه هم اخیستې دی ځکه ناکامو هڅو ته هم بریالي خوبونه ويني، ځکه هغوی نور ناچاره سوي.

هره ورځ د سولې پر خبر ډیر ټینګار د سپیږیرو او مشرانو وي ځکه دوی ټول ژوند په همدې کې تیر کړی او غواړي نور خپلو اولادونو او لمسیانو ته په میرات کې سوله اوارامي پریږدي خو څه وکړي وسه يې کار نکوي، نه یې خوب او نه یې هیلې رښتیا کیږي.

د قطر د سولې خبرې  او روانه پروسه اوس د عامو افغانانو په فکر یوازي ډرامه او ټوکه ده او له دې ځایه یې نور شک ختلی چې له دې ځایه دي افغانانو ته د نجات خبرونه وا رول سي څه هم د سولې روانه پروسه پچېلې او د اتلس کلنۍ جګړې پای وخت او موقع غواړي خو عام افغانان وايي هغه ورځ به پر دوی سوله اونیکمرغي وي چې افغانستان کې هیڅ افغان نه وي وژل سوی.

یعني د دوی دخوبونو لومړی تعبیر اوربند دی کله چې ډز بند وژل بند، سي بیا هر لوری کولای سي چې ملت ته په درنښت کتلو سره خپلې غوښتنې سپارښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړي له دې نه هاخوا هیڅ خبرې هڅې  او کړنلارې د ملت خوب نسي کیدلای او نه هم د دوی دا خوب چې سوله به راسي رښتیا کیدلای سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.