The news is by your side.

نړۍ کې د کرونا تازه حال

خبریال ویبپاڼه/ کرونا ناروغي له لومړیو نه اوس مهال په خورا زور په نړۍ کې د پرمختګ په حالت کې ده ځکه په لومړیو کې ورته ځینو هېوادونو احطیاتي تدابیر نیولې وو، خو اوس د انسانانو د بې پروايي سره سره یو شمېر هېوادونو تدابیر هم نه دي وضعه کړي نو له همدې امله ښايي تر لومړۍ څپه په دویمه څپه کې زیان رسوونکې وي.

اوس تازه په کرونا دککړو کسانو شمېر په ټوله نړۍ کې تر ۶۵ میلیونه زیات سوی چې لاهم هره شېبه دغه شمېره د لوړیدلو په حالت کې ده تراوسه د ۴۵ میلیونه په شاوخوا کې کسان له دې ناروغۍ جوړ سوي دي خو په ټوله نړۍ کې يې تر یو نیم میلیون زیات کسان وژلي دي

د دې ارقامو په درج نړۍ اوس هم د کرونا تر ستر ګواښ لاندې ده او ډيری هېوادونو د دې ناروغۍ د دویمې څپې د راتګ د خطر کمولو لپاره یو شمېر محدودیتونه هم وضعه کړي چې ښايي د ښه والي نتیجه ورکړي

افغانستان کې بیا هم د روغتیا پالانو اندېښنه او د ملت بې پروايي دوام لري په هېواد کې ورځ تربلې د کرونا د مثبتو پیښو ګراف لوړیږي چې ورسره سم د مړینو شمېر هم ډیر سوی له یوه لوري یخ ژمی د خلکو نا پاملرنه او له بل پلوه ګوډ مات روغتیايي خدمات هغه څه دي چې د کرونا د دویمې څپې راتګ مخ نیوی نسي کولای

افغانستان د وروستیو مالوماتو له مخې تراوسه په دې ناروغۍ باندې تر ۴۷ زره زیات کسان اخته سوي چې له جملې څخه ۱۸۴۱ کسان مړه کړي دي

په نړیواله کچه بیا امریکا د نړۍ د هغه هېوادونو په سرکې راځي چې کرونا سخت ځپلی مړي او مبتلایان هم زیات لري امریکا کې په دې ناروغۍ تر ۱۴ میلیونه زیات کسان اخته او تراوسه يې ۲لکه ۸۲ زره کسان وژلي دي له امریکا څخه وروسته په دې لیست کې هند او برازیل ځای لري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.