The news is by your side.

امریکا د افغان هوايي ځواک سره د نويو مرستو اعلان وکړ

خبريال وېبپاڼه/ د‌ افغانستان د هوايي ځواک سره د امريکا د متحده ايالاتو مرستې دوام لري، د مرستو په‌ تازه لړۍ کې به د امريکا يو معتبر شرکت د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو د ترميم کولو چارې په غاړه واخلي، د اېم ډي‌ د هليکوپترو کمپنۍ وايي چې تازه یې دا قرارداد د امريکا د حکومت سره کړي دی.

د قرارداد مصرف
ددې قرارداد ټول مصرف به د امریکا متحده ایالات ورکوي، د متحده ايالاتو د مرستو په دې لړۍ کې موخه داده چې د افغانستان د هوايي ځواک ترميم په ځای او په وخت سره ترسره شي ترڅو افغان هوايي ځواکونه پخپلو چارو کې ګړندي او پخپل ځان بسیا شي، ددې قراداد ټول مصرف ۳۴ ميلیونه امريکايي ډالر دی.

ددې قراداد په بنسټ به دا امريکايي شرکت د افغانستان د هوايي ځواک د هليکوپټرو ترانسپورتي مرسته هم کوي، ددې ترڅنګ به دا شرکت د افغانستان د سپکو جنګي الوتکو ترميم هم په غاړه لري.

ترميم به په کوم ځای کې کېږي
دا چې دا امریکايي شرکت به د افغانستان د هوايي ځواک د هليکوپټرو ترمیم چېرته کوي مهمه خبره ده، ځکه ډېری دا ډول هوايي شرکتونه په افغانستان کې فعاليت ته زړه نه ښه کوي خو دې شرکت ويلي چې دوی به کابل کې فعاليت پيل کړي او دلته د افغانستان د هوايي ځواک سره د پوره همکارۍ لپاره موجود وي.

دا کمپنۍ د افغانستان د هوايي ځواک سره پوره آشنايي لري، ځکه تر دې وړاندې د افغانستان د هوايي ځواک لپاره د امريکا متحده ايالاتو شپیته الوتکې له همدې شرکت څخه اخيستې وې، اوس چې ددې الوتکو د ترميم چارې هم دوی ته ورکول کېږي نو دا د الوتکو د ترميم او فعالیت چارې نورې هم ګړندۍ کړي.

د افغان هوايي ځواکونو اهمیت
نن سبا د ځمکنۍ جګړې سرنوشت هوايي ځواک ټاکي، هغه هېوادونه چې زيات پوځ هم ولري خو چې په هوايي ځواک کې کم زوي وي نو د جګړې په ډېرو میدانونو کې دوی بايلونکي وي، د افغانستان د هوايي ځواک تقويت او په وخت مرسته به ددې لامل شي چې افغان پوځ د ترهګرو په وړاندې لوړ لاس ولري او دوی په لنډ وخت کې پخپله سزا ورسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.