د پاکستان د سنا مجلس وايي، پاکستان کې د طالبانو حضور بې ګټې دی
خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د سنا مجلس ددفاعي کمېټې مشر جنرال عبدالقیوم وايي، چې په پاکستان کې د طالبانو حضور نه یوازې د پاکستان بلکې د هیچا په ګټه نه دی.
سره له دې چې پاکستان د طالبانو مرکز دی، هلته یې جایدادونه، شتمنۍ، اولادونه او نور کار و بار دی، مګر د جنرال عبدالقیوم وايي چې داسې راپورونه شته چې طالب وسله وال په پاکستان کې دي.
نوموړی وایي پاکستانی حکومت په افغانستان کې د سولې له پروسې سره همکاري کوي خو پکار ده چې دغه همکاري په افغانستان کې ددایمي سولې او ثبات د راتګ سبب شي.
هغه همدا راز ویلي چې د مذاکراتو په دې پړاو کې ښایي طالبان د راتلونکي حکومت د جوړښت پر بڼه ډېر ټینګار وکړي، خو اوربند هم خورا مهم دی.
هغه تمه ښوودلې چې د سولې روانه پروسه کې طالبان او افغان حکومت دواړه د خپل ولس لومړیتوب ته ارزښت ورکړي او په دغه هېواد کې اوږدې جګړې پای ته ورسوي.
پاکستان کې د طالبانو د شتون په اړه د پاکستان د سنا مجلس دا ډول څرګندونې دوه خبرې له ځانه سره لري.
یا خو پاکستان نور له طالبانو په تنګ راغلی او د طالب په نوم د افغانستان ورانونې پروژه په ختمېدو ده او یا پاکستان هڅه کوي چې په یو ډول د طالب له بادارۍ ځان خلاص کړي.
کنه په دې خبره، چې پاکستان د طالبانو دویم کور دی، شک کول له حق سره ظلم دی او په یوه روښانه حقیقت سترګې پټول دي.
بل خوا قطر کې بیا د سولې ډرامه شروع شوې ده، لا معلومه نه ده چې څه پایله به ولري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.