د بين الافغاني خبرو پيل او د هند د پوځي مرستو د زياتېدو امکان
خبريال ویبپاڼه/ په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده د افغانانو ترمنځ په دوحه کې خبرو لا هم هغه پایله نه ده ورکړې کومې ته چې تمه ده.
د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په دې موسم کې د افغانستان د پخواني دوست هند پوځي مرستې تر پخوا څخه د زياتېدو اټکل هم کېږي.
داسې باور کېږي چې د افغانستان او د هندوستان د بهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ په وروستيو ټليفوني خبرو کې د پوځي همکاریو د زياتېدو هم خبرې شوې دي، دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان څخه به د امريکايي ځواکونو شمېر په فبرورۍ مياشت کې د 5 زره څخه 2500 ته راکښته شي.
د سرچینو په وینا افغانستان اوس په ملي او نړيواله کچه د سولې د خبرو په هکله د فر د یوالي د رامنځته کولو لپاره کوښښ کوي خو ددې ترڅنګ افغانستان په دې هڅه کې دی چې د خپلو پخوانيو دوستانو لکه هند څخه زیاته مرسته ترلاسه کړي.
د اتمر او جی شنکر ترمنځ ټلیفوني تماس
تېره ورځ د افغانستان او هندوستان د بهرنيو چارو وزیران پخپلو کې يو ټليفوني تماس درلود چې په دې تماس کې په دوحه کې د روانو بين الافغاني خبرو، د تاوتريخوالي د کمولو، د ثبات د ټينګولو او د کورونا ويروس د واکسين په هکله خبرې وشوې.
دواړو لورو په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمولو او په افغانستان کې د يوه ارامښت او د اوربند په هکله هم خبرې ترسره کړې.
د امريکا او طالبانو د توافق کليزه
راتلونکې مياشت به د طالبانو او امريکا ترمنځ د هغه توافق یو کال پوره شي د کوم په بنسټ چې د امريکا د تاریخ ترټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی اېښودل کېږي.
تېر کال د فبرورۍ د مياشتې په 29 د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د حکومت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د مرستيال مشر ملا برادر ترمنځ د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پامپيو په شتون کې د سولې توافقنامه لاسليک شوه، د کومې په بنسټ به چې امريکا د افغانستان څخه خپل پوځ ځواکونه وباسي.
خليلزاد چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا يو باوري شخص دی اوس بيا دوحې ته ستون شوی و ترڅو بين الافغاني خبرې د پاتې ځای څخه پیل شي.
خليلزاد دا ځل بيا هم په افغانستان کې د زياتېدونکي تاوتريخوالي په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د تاوتريخوالي اوسنۍ سویه، هدفي وژنې ورته د منلو نه دي او دا هغه څه دي چې د افغانستان د سولې پروسې او ايندې ته زيان رسوي.
د جوړجاړي په خبرو کې د هند رول
د کله څخه چې د امريکا متحده ايالاتو او د افغانستان حکومت دا هڅې پيل کړې دي چې طالبان مشروع سياسي ميدان او مېز ته راولي نو هند د افغانستان د سولې د خبرو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
هند دداسی بين الافغاني او سولې د خبرو څخه ملاتړ کوي چې رهبري او کنټرول یې د افغانانو په لاس کې وي.
هند د افغانستان د بيا رغونې په برخه کې تر ډېرو هېوادونو زياته پانګونه کړې ده، هند په افغانستان کې د ثبات او رغونې په برخه کې دوه ميليارده امريکايي ډالر پانګونه کړې ده چې دا په افغانستان کې بې سارې ده.
هندوستان په پوځي برخه کې هم د افغانستان سره مرستې کړې دي، په 2016م کال کې هند د افغانستان پوځ ته څلور حمله کوونکې هليکوپټرې ورکړې، ددې ترڅنګ په نورو پوځي او نظامي برخو کې هم هند د افغانستان مرسته کړې ده.
اوس چې امريکا د طالبانو سره يو توافق کړی دی او په امريکا کې د حکومت چارې اوس جوبايډن ته سپارل کېږي نو د نورو مرستو په هکله به هند د امريکا نوې پاليسۍ ته هم پام وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.