The news is by your side.

ایراني ځواکونو ۴ پاکستانيان وژلي

خبریال وېبپاڼه: پاکستاني رسنیو د ایراني پوله‌ساتو د ډزو له امله د څلورو پاکستانیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ډان پاکستانۍ ورځپانې نن راپور ورکړی چې دا پېښه د بلوچستان ایالت اړوند په «واشوک» سرحدي سیمه کې شوې چې په پایله کې یې څلور پاکستانیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې چې دا ډزې تېره سې‌شنبې د شپې مهال په «واشوک» سرحدي سیمه کې شوې دي.

دان ورځپاڼې زیاته کړې، چې دا کسان د پاکستان په سرحدي سیمه کې و چې ایراني پوله ساتو پرې ډزې کړې او وژلي یې دي.

بلخوا په پوله کې یوه پاکستاني چارواکي ویلي چې وژل شوي او ټپي شوي پاکستاني وګړي له ایران څخه په قاچاقي ډول د تیلو په راوړلو کې لاس درلود او یو تن ټپي دا هم ویلي چې دوی د تیلو بار وړلو ته په انتظار وو چې ایراني ځواکونو پرې ډزې وکړې.

راپور: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance